کوم نظام چې د یرغل او نیواک په بنیاد جوړ شي هغه ډیر دوام نه لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: هغه نظام چې بنیاد یې په یرغل او نیواک کښیښودل شي، ډیر وخت به پاتې نه شي.
محمد جواد ظریف پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: د فلسطینیانو خلاف د جنګ او حملو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګواښلو له یو اوږد پړاؤ وروسته اوس دا ظالم (بنیامین نتانیاهو) دی چې ماتې یې خوړلې ده او غزه ده چې د بریالیتوب بیرغ یې پورته کړی دی او ایران د عزت لاره جاري ساتي.
هغه زیاته کړه: شاید له هغه وروسته راتلونکي کسان زده کړي چې کوم نظام چې د یرغل او نیواک په اساس جوړ شي هغه به ډیر دوام ونه لري.
د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم پارلیمان(کنسټ) له ډیرو شخړو او نښتو وروسته بلآخره وړمه شپه د د ۵۹ مخالفو رایو په وړاندې په ۶۰ موافقو رایو سره د نفتالي بنت او یائیر لاپید په مشرۍ د دغه رژیم نوې کابینې ته د اعتماد راې ورکړي.