امریکایی ترهه ګرو د ایران د بانکی فعالیتونو په تړلو اعتراف وکړ
(last modified Mon, 21 Jun 2021 10:16:56 GMT )
Jun 21, 2021 14:46 Asia/Kabul
  • امریکایی ترهه ګرو د ایران د بانکی فعالیتونو په تړلو اعتراف وکړ

روحانی د ارس د ازادې سیمې د بیخ بینایی او صنعتی طرحو د پرانستلو په دستورو کې د حضرت امام رضا ع د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مبارکی ویلو سره زیاته کړه د ایران خلکو له هغو ډیرو مشکلاتو ، سختیانو او غمونو سره سره چی ګاللی یې دي ، د سیمې په تاریخ کې په یوه اقتصادی جنګ کې بې سارې مقاومت کړې دې ، هغه جنګ چی د سپینې ماڼۍ ظالمانو درې نیم کاله ملت کلابند کړ او نورو هم د سپینې ماڼۍ له ویرې ملاتړ او مرسته ونکړه .

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی وویل امریکایی ترهه ګرو په بشپړه اعتراف وکړ چی زمونږ په خلکو یې هر څیز او زمونږ ټول بانکی فعالیتونه تړلی دي .

روحانی د ارس د ازادې سیمې د بیخ بینایی او صنعتی طرحو د پرانستلو په دستورو کې د حضرت امام رضا ع د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مبارکی ویلو سره زیاته کړه د ایران خلکو له هغو ډیرو مشکلاتو ، سختیانو او غمونو سره سره چی ګاللی یې دي ، د سیمې په تاریخ کې په یوه اقتصادی جنګ کې بې سارې مقاومت کړې دې ، هغه جنګ چی د سپینې ماڼۍ ظالمانو درې نیم کاله  ملت کلابند کړ او نورو هم د سپینې ماڼۍ له ویرې ملاتړ او مرسته ونکړه .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی زیاته کړه د ارس د ازادې سیمې د بیخ بینا او صنعتی ۱۵ طرحو په اړه وویل په ۱۳۹۸ کال کی په نوموړی سیمه کې ۱۹۰۰ میلیارډ تومان پانګونه وشوه اوپه ۱۳۹۹ کال کی شپږ زره میلیارډ تومانو ته زیات شوی دی یعنی درې برابره  زیات والې ښی .

ښاغلی روحانی وویل دا چی مونږه وایو امریکا په اقتصادی جنګ کې ماتنه خوړلی ده ، نمونه یې همدغه د پانګونو زیاتیدا ده .

 

 

ټیګونه