جنرل رباني:
له سيمې وراخوا ځواکونه دې له لويديځې اېشيا اوځي
د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو د لوے درستيزوالۍ د عملياتو مرستيال د ماسکو په امنيتي کانفرنس کښې تاکيد وکړ: له سيمې وراخوا ځواکونه بايد له لويديځې اېشيا اوځي چې د سيمې هېوادونه په خپلو لاسو پائېداره امنيت ټينګ کړي.
د ځوانو خبريالانو د کلب د رپوټ له مخې جنرل مهدي رباني پرون د ماسکو په امنيتي کانفرنس کښې وويل، زياتره هغه عوامل چې په وروستيو کلونو کښې د ناقرارۍ په رامنځته کولو او د افراطي تفکراتو په راڅرګندولو کښې موثره وو اوس هم په بحران ځپلو هېوادونو کښې د امنيت د ټينګېدو او بيارغونې په بهير کښې خنډونه پېدا کوي.
جنرل رباني زياته کړه، د امريکې په شمول له سيمې وراخو ځواکونه چې لاسونه يې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د مېړني قوماندان جنرل قاسم سلېماني په شمول د زرګونو بې ګناه کسانو په وينو سرۀ دي پکار دے د اېشيا له لويديځې سيمې بهر شي.
د وسله والو ځواکونو د لوے درستيزوالۍ د عملياتو مرستيال د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت د نړۍ له هېوادونو سره د ډېرو ښو تعلقاتو غوښتونکے دے او ګاونډيان د ايران د بهرني سياست په سر کښې دي تاکيد وکړ، خپلواکه هېوادونه دې د يو بل په ملګرتيا سره د نړۍ له ثبات سره مرسته وکړي.
د نورو هېوادونو ځينو نورو چارواکو هم په دغه غونډه کښې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې د قوماندان په توګه د شهيد جنرل قاسم سلېماني د نوم په اخېستلو سره د هغه بزرګوار شهيد د خدماتو د قدرونې ترڅنګه د هغه ستائنه وکړه.
د ماسکو امنيتي کانفرنس د نړيوال امنيت د مهمو مسائلو د څېړنې په هدف او د دفاع د وزارتخانو د استازيو او غېرسرکاري ډلو د کارپېژاندو په شتون د تېرې نهې په ورځ د روسيې په پائتخت ماسکو کښې شروع شو او تر نن زيارت ورځې پورې به دوام ومومي.