ظریف د احمد جبرئیل د مړینې په هکله تسلیت ووایه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهۍ د مشر د مړینې په مناسبت تسلیت ووایه .
جواد ظریف په یوه (۱) پیغام کښې وویل د فلسطین مظلوم ملت ستر مجاهد او مبارز له لاسه ورکړ چې خپل ژوند یې د قدس شریف د ازادۍ لپاره په مبارزې کښې تیر کړ .
د ایران خارجه وزیر په خپل پیغام کښې د احمد جبرئیل د مړینې په هکله د هغه کورنۍ او د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهې مشرانو او غړیو ته تسلیت ووایه .
احمد جبریل په درې اتیا (۸۳) کلنۍ کښې په دمشق کښې په یوه (۱) روغتون کښې وفات شو .
احمد جبرئیل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په هکله په خپلې وینا کښې ویلي و د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه وتوانید اسلامي دنیا له خوبه راویښه کړي او مسلمانانو ته نوی ژوند وروبخښي .
د ایران نورو ډیرو حکومتي چارواکو او مذهبي شخصیتونو هم د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهې د مشر احمد جبرئیل د مړینې په هکله تسلیت ویلی دی .