پناه غواړي پوله ساتونکي بیرته افغانستان ته ستانه کړائ شول
(last modified Sun, 11 Jul 2021 09:13:26 GMT )
Jul 11, 2021 13:43 Asia/Kabul
  •  پناه غواړي پوله ساتونکي بیرته افغانستان ته ستانه کړائ شول

 د  ا یران  د پولیسو ویندوي  ووئیل د افغانستان د حکومت په رسمي غوښتنې سره چې د ایران له اړونده چارواکو  سره ئې ددغو کسانو دبیرته ورستنولو په باب خپله غوښتنه مطرح کړې وه غوښتنې سره موافقه وشوه او  دغه ځواک په یوه الوت سره افغانستان ته بیرته وګرځول شول .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دپولیسو  ویندوي سردار ډګرمن  مهدي حاجیان  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  په افغانستان کې په تاؤتریخوالو پسې   د خپل ژوند د ساتلو لپاره د دغه هیواد دسرحدي ځواک یو شمیر ماموران او د ګمرکاتو  کارکونکو ئې  په پولې کې  د ایران دپولیسو پوله ساتي ځواک ته مراجعه کړې  وه او د مونږ دیوادخاورې ته ئې د واردیدیدو  غوښتنه د رلوده چې  د اسلامی  او د ښه ګاونډيتوب  د اصولو او د نړیوالو مقرراتو اوتړونونو په اساس دغو کسانو ته د واریدیدو  او په هیواد کې ددیره کیدا اجازت ورکړل  او احترام  ئې وشو .

 د  ا یران  دپولیسو ویندوي  ووئیل  د افغانستان د حکومت په رسمي غوښتنې سره چې د  ایران له اړونده چارواکو  سره ئې ددغو کسانو دبیرته ورستنولو په باب خپله غوښتنه مطرح کړې وه  غوښتنې سره موافقه وشوه او  دغه ځواک په یوه الوت سره  افغانستان ته بیرته وګرځول شول .

  سردار حاجیان وئیلي دي ، داسلامی ایران پوله ساتونکي په پولو کې د هیواد  د وسلوال ځواک په یوه خوله کیدا سره پر اطلاعاتو او  څارنې بشپړ مسلط دي  او د مونږ  دهیواد په پولو کې  هیڅ ډول ناکراري  او اړۍ ګړۍ  نه ده رامینځةشوي  او  د وسلوال ځواک  په بشپړ اقتدار او قدرت سره د هیواد مځکنۍ بشپړتیا ساتل کیږي او  د مونږ په پولو کې  هر ډول خوځښت  په دقت سره څارل کیږي .

 

ټیګونه