Jul 20, 2021 07:27 Asia/Kabul
  • د سيمې بنيادي مشکل د صهيونېسټ رژيم او ځينو هېوادونو نظامي ګري ده

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د سيمې بنيادي مشکل د صهيونېسټ رژيم او ځينو هېوادونو نظامي ګري ده.

د اېرنا د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني پرون د قطر له امير سره په ټيلفوني تماس کښې په سيمه کښې د صلحې او ثبات د ټينګولو لپاره کوشش د ايران د اسلامي جمهوريت يو اصلي سياست وبلۀ او وې ويل: د سيمې بنيادي مشکل د ځينو هېوادونو او صهيونېسټ رژيم نظامي ګري ده چې پکار دے کوشش وکړو چې سيمه د نظامي ګرۍ له حالته بهر کړوو.

ولسمشر روحاني واضحه کړه، په سيمه کښې د قرارۍ او توازن ساتلو په اړه د ايران او قطر دريځونه او سياستونه ډېر نزدې دي او ضروري ده چې دواړه هېوادونه په دې زمينه کښې د نورو دوستانو په مرستې سره اجرائي ګامونه پياوړي کړي.

حسن روحاني زياته کړه، نن د سيمه ايزو بدلونونو په ډګر کښې د اعتدال او عقلانيت د فضاء واکمنېدل او د بحرانونو د هواري لپاره د سياسي حل لارې لټون له مخکې نه زيات احساسيږي.

ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په يمن کښې د صلحې د ټينګښت په خاطر د ملګرو ملتو د کوششونو په مخ بيائلو لپاره له خپلو ټولو ظرفيتونو استفاده کړې ده، وويل: د سيمه ايزو مشکلاتو په هواري کښې د مسلمانو هېوادونو ملګرتياوې او تعاون د ايران د اسلامي جمهوريت يو بنيادي مقصد دے.

د قطر امير شېخ تميم بن حمد بن خليفه آل ثاني هم په دغه ټيلفوني تماس کښې د دواړو هېوادونو تعلقات ډېر دوستانه او ښۀ وبلل  او وې ويل: مونږ باوري يوو چې سيمه ايزې ستونزې او لانجې فوځي حل لاره نه لري او د هغو د هواري لپاره ترټولو غوره لار خبرې اترې او سياسي لاره ده او هيله لروو چې د سيمې ټول هېوادونه به د ملګرتياو په مضبوطولو سره د صلحې او ارامښت د حاصلولولپاره هلې ځلې وکړي.

 

ټیګونه