له څلورو خارجه وزیرانو سره د ظریف صلاح مشورې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان، ترکیې، عمان او جنوبي افریقې له خارجه وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان، ترکیې، عمان او جنوبي افریقې له خارجه وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د محمد جواد په نننیو ټیلیفوني خبرو کښې، ظریف د لوې اختر د مبارکۍ په ویلو سره د خپل مینځي دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو بدلونونو په هکله له قریشي سره د نظر تبادله وکړه:
هم داشان د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو سره د ښاغلي ظریف په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لوې اختر له مبارکۍ ویلو وروسته، په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادو د اړیکو په هکله د نظر تبادله وشوه.
له بلې خوا د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد بوسعیدي سره د ظریف په ټیلیفوني تماس کښې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د رامینځته شویو بدلونونو په اړه خبرې وشوې.
محمد جواد ظریف هم داشان د جنوبي افریقې له خارجه وزیر نالدی پاندور ته هم د ټیلیفون پر مټ د لوې اختر په مبارکې سره د خپل مینځي دوه اړخیزو اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه.