Jul 29, 2021 16:13 Asia/Kabul
  • په يوه ورځ کښې د سلګونو کيلوميټړه رېلوے ارتباطي پروژې پرانېسته وياړمنه ده

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په يوه ورځ کښې د سلګونو کيلوميټړه رېلوے ارتباطي پروژې پرانېسته وياړمنه چاره وبلله او وې ويل، رېل د مسافرو او بار د وړلو راوړلو لباره ترټولو غوره ارتباطي لار او ذريعه ده او په دې حکومت کښې د لارو، لويو لارو، رېل پټلۍ او بندرونو په برخو کښې ډېر ستر او مهم اقدامات ترسره شوي دي.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني نن د غدير د نېکمرغۍ اخبر له ورځې سره په يو وخت د دغې پروژې د پرانېستې په موقع وويل: نن د اقتصادي جنګ او کورونا په وجه د رامنځته شويو سختو حالاتو باوجود د هېواد په مختلفو صوبو کښې د رېلوۍ او آزاد لارو په برخه کښې د ډېرو مهمو منصوبو د پرانېستې کتونکي وو چې دا ډېره د وياړ خبره ده.

هغه زياته کړه د دې حکومت د فعاليتونو له وړومبۍ ورځ نه تر اوسه ټول کوشش دا دے چې خلق په ژوندکښې کم مشکلات ولري.

 

ټیګونه