Aug 05, 2021 17:20 Asia/Kabul
  • د ګاونډيتوب د سياست کاميابي د څو اړخيزو رشتو له پراختيا سره تړاو لري

د ايران ولسمشر د ترکيې د پارلېمان د مشر په کتنه کښې تاکيد وکړ، د ګاونډيتوب د سياست کاميابي د څو اړخيزو رشتو له پراختيا سره تړاو لري.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي ننن د ترکيې د پارلېمان د مشر مصطفی شنتوپ به کتنه کښې وويل، د دواړو هېوادونو د خلقو ګډ اعتقادات او باورونه په خپلو کښې سره ډېر نزدې دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په دې دوره کښې د ايران بهرنے سياست له دوستو او وروڼو هېوادونو سره په مختلفو ډګرونو کښې د تعلقاتو له زيات نه زياته پراختيا ده واضحه کړه، تهران او انقره د هراړخيز تعلقاتو د پراختيا لپاره ډېر مناسب ظرفيتونه لري او د هغوي د تعلقاتو د اندازې زياتوالے کولې شي په سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې د دواړو هېوادونو ملګرتياوې هم په موثره توګه مخ په وړاندې بوځي.

د ترکيې د پارلېمان مشر هم په دغه کتنه کښې د ايران د نوي ولسمشر په توګه د د رئيسي د فعاليت د شروع کېدو په مناسبت له خپل لوري او د ترکيې د ولسمشر لخوا د مبارکۍ په ويلو او د کاميابۍ په آرزو سره وويل، د ايران او ترکيې تعلقات د دوو ګاونډيانو له ښو تعلقاتو نه ډېر اوچت دي او په نړيوال ډګر کښې هم د صلحې او ارامښت د رامنځته کېدو لپاره زيات اهميت لري.

 

ټیګونه