Aug 06, 2021 18:00 Asia/Kabul
  • ايران له اماراتو سره د تعلقاتو د پراختيا نوې او له خلوصه ډکه اراده لري

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ايران او متحده عرب اماراتو دواړو ملتونو پخوانيو او تاريخي تعلقاتو او ديني او کلتوري اشتراکاتو ته په اشارې سره وويل: ايران له اماراتو سره سره د تعلقاتو د پراختيا کلکه او له خلوصه ډکه اراده لري او په مختلفو برخو په تېره بيا د اقتصادو په برخه کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختيا په لار کښې هيڅ خنډ نشته.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي بېګا د اماراتو له خاصه استازي سره په کتنه کښې د تعلقاتو د پراختيا په بهير کښې د چټکتيا لپاره پکار دے ګډې لارې چارې رامنځته شي چې په مختلفو زمينو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو او ملګرتياو د مضبوطېدو ظرفيتونه او لارې عملياتي کړي.

رئيسي په دوام کښې تاکيد وکړ چې د ايران اسلامي جمهوريت د اماراتو او د سيمې د نورو هېوادونو لپاره يو حقيقي او رښتينے دوست  دے او واضحه يې کړه، مونږ د اماراتو له خلقو سره د زړۀ مينه لرو او دواړو حکومتونو نزدې  تعلقات د دواړو ملتونو ترمېنځ د ورورولۍ او نزديو تعلقاتو د ټينګېدو زمينه برابرؤنکي کېدې شي.

رئيسي د فلسطين له مظلوم ولس څخه ملاتړ د ايران د خلقو د حقيقي دوستۍ يوه نمونه ذکر کړه او وې ويل: د هغو ټولو دباونو او بنديزونو باوجود چې يې لروو د فلسطين له خلقو څخه په دفاع کښې  په خپله ديني او انساني دنده عمل کوو او هيله لروو  چې مسلمان او عرب هېوادونه به هم په دې لړ کښې راوړاندې شي او په دې صورت کښې به د صهيونېسټانو تيرې او زياتي هم له منځه لاړ شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د دې په بيانولو سره چې د يمن برخليک خپله د يمنيانو لخوا وټاکل شي څرګنده کړه، په دې لړ کښې د سيمې د هېوادونو ګډ نظر په سيمه کښې د صلحې او قرارۍ په ګټه کېدې شي او د سيمې د هېوادونو ګټې به هم  خوندي شي.

د متحده عرب اماراتو خاصه استازي هم په دغه کتنه کښې رئيسي ته د خپل هېواد د حکومت د مشر، وليعهد او د وسله والو ځواکونو د قوماندان د مبارکۍ او له مينې او خلوصه د ډکو سلامونو په رسولو سره وويل، هغه حکمت او فهم ته چې دې په وېنا کښې کتونکے وم په سيمه کښې د صلحې او ثبات د قائمېدو او د تلعقاتو د راتلوکي په اړه اطمينان لروو او کلکه اراده لروو چې له تهران سره د تعلقاتو سطح تر زياته حده اوچته کړوو.

 

ټیګونه