ایران له پاکستان سره د اړیکو لپاره هیڅ محدودیت نلري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران له پاکستان سره د اقتصادي او د امنیتي اړیکو د زیاتولو لپاره هیڅ محدودیت نلري وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او د سیاسي پلاویو تبادله د ملګرتیاو له پراخیدا سره مرسته کولی شي .
د ایران ولسمشر په دغه کتنې کښې دغه راز د افغانستان موضوع ته په اشارې سره د دغه هیواد د خلکو مشکلات د ایران جدي اندیښنه وبلله او ویې ویل مونږ د افغانستان د خلکو د امنیت او د ارامښت او په دغه هیواد کښې د سولې او د دوستۍ په هکله فکر کوو او پاکستان په دې زمینه کښې ښې ملګرتیاوې کولای شي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې اندیښنې سره چې له افغانستانه د امریکا د عسکرو په وتلو سره د داعش ډلې لخوا ناامنیانې رامینځته شوي دي وویل مونږ په افغانستان کښې رامینځته شوي مشکلات د امریکا کار ګڼو ځکه چې داعش ترهګره ډله د امریکا لخوا جوړه شوي ده .
ابراهیم رئیسي په ایران کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې ترسره کیدا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دغه غونډه کولای شي له سیمې د امریکا لاسونه غوڅ کړي او د افغانستان د مشکلاتو لپاره حل لاره پیدا کړي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم په دغه کتنې کښې وویل د افغانستان د ګاونډیو په توګه د ایران او د پاکستان په خلکو کښې دغه احساس شته چې په دغه هیواد کښې د سولې او د پخلاینې لپاره هڅه وکړي .
هغه وویل افغانستان مرستو ته ضرورت لري او دغه مرستې باید د ګاونډیو هیوادونو او د نړیوالې ټولنې لخوا ترسره شي .