نړيواله ټولنه دې په افغانستان کښې د انساني غميزې د راڅرګندېدو مخه اونيسي
(last modified Wed, 27 Oct 2021 08:59:05 GMT )
Oct 27, 2021 13:29 Asia/Kabul
  • نړيواله ټولنه دې په افغانستان کښې د انساني غميزې د راڅرګندېدو مخه اونيسي

د پاکستان خارجه وزير له نړيوالې ټولنې وغوښتل د افغانستان د خلقو اقتصادي حالت ته په پام سره دې د يوې انساني غميزې له رامنځته کېدو څخه مخنيوے وکړي او د دغه هېواد د پېسو په آزادولو يې هم تاکيد وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي نن په تهران کښې د افغانستان د ګاونډيانو د خارجه وزيرانو په دويمه غونډه کښې د افغانستان وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل، په افغانستان کښې په وروستيو دوو مياشتو کښې يو لړ مهم بدلونونه راڅرګند شول. په اګست مياشت کښې بې له څه وينې بهېدو يو انتقالي حکومت رامنځته شول او طالبان اقتدار ته اورسېدل. په اوس حال کښې د کډوالو د يو پراخې څپې کتونکي يوو.

دغه پاکستاني ډېپلومېټ زياته کړه د افغانستان د ګاونډي خارجه وزيرانو ړومبنۍ غونډه په ستمبر کښې اوشوه او دا نننۍ غونډه د هغې دوام دے. د دې غونډې مقصد دا چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه غږملتيا ته اورسي چې رامنځته شوي مشکلات کنټرول کړي او په دغه هېواد کښې د ثبات او قرارۍ د ټينګښت لپاره يولړ مهم ګامونه پورته کړي.

هغه په دې باندې په تاکيد سره چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه مهمه ده وويل: په اوس حال کښې په افغانستان کښې د يوې موقتې کابينې د جوړېدو کتونکي يوو چې په دغه هېواد کښې د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو زمينه برابرولې شي. مونږ باوري يوو چې د افغان ولس د حقوقو احترام اوشي او په پراخ بنسټه حکومت کښې شتون ولري.

 

ټیګونه