د امریکا نوی بندیزونه به د ایران دملت په هوډکې خنډ رامینځةنه کړي
هغه حکومت چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا خبرې کوي او دبندیزونو په دوام کې د هماغه لیوني ډونالډترمپ رودې ته دوام ورکوي ،نو دا پیغام لیږدوي چې واقعا د اعتماد وړ نه دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، داسلامی ایران خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده دایران په ضد د واشنګټن نوي بندیزونه په کلکه محکوم کړي او وئیلي ئې دي ،دغه بندیزونه او دباؤنه به دایران د ولس د امنتی او آرامښت په دفاع کې د اسلامی ایران په کلک هوډ کې هیڅ خنډ رامینځة نه کړي .
سعید خطیب زاده د ایران د یوشمیر حقیقي او حقوقي کسانو په بایکاټولو کې د امریکا د خزانې وزارت دوروستي اقدام په غبرګون کې ددغه اقدام په محکومولو اومردود بللو سره ووئیل ، د نوو بندیوزنو لګول د سپينې ماڼۍ د دوه ګوڼي چلند ښودنه کوي .
هغه زیاته کړې ، هغه حکومت چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا خبرې کوي او دبندیزونو په دوام کې د هماغه لیوني ډونالډترمپ رودې ته دوام ورکوي ،نو دا پیغام لیږدوي چې واقعا د اعتماد وړ نه دي .
خطیب زاده ټينګار کړی، په دغه هیواد کې مختلفو حکومتونو ښودلې ده چې تر کومه ا ندازه دایران داسلامی جمهوریت د واقعیَتونو په درک کولو کې بې وسه او کمزوري دي .
هغه زیاته کړې ، د امریکا دغه ډول اقدامات ددغه هیواد د ظالمانه او غیر قانوني بندیزونو او دډونالډټرمپ دحکومت دزیاتره دباؤ دحوزې دماته خوړلي سیاست په دوام کې دی او هماغه ډول چې تر دې دمه دغه سیاست د امریکا یوه موخه هم نه ده پوره کړې ، بیا به هم دلا نوو ناکامیو پرته ددغه هیواد لپاره هیڅ بریا ونه لري .
د امریکا د خزانې وزارت د خپلو یو اړخیزو سیاستونو او د غیر قانوني بندیزونو په دوام کې، یوځل بیا په ویانا کې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د خبرواترو دبیرته پیلیدا په درشل کې د ایران دیوشمیر حقوقي او حقیقي کسانو په ضد نوي بندیزونه ولګول .