له نړیوال استکبارسره د مبارزې ملی ورځ
په څه د پاسه څلورو لسیزو کې د امریکایی چارواکو کینې او دښمنیانې په ځلونو تکرار شوی دي ، دغه دښمنۍ پایه نلری ځکه چی د امریکا د استکباری ماهیت برخه ده .
د ایران د سیاسی تاریخ د تیرو ۶ لسیزو پیښې ښی چی امریکا د ایرانی ملت پرضد ډیر غلیمانه اقدامات ترسره کړي دي .
امریکا په دغو ټولو کلونو کې هره ورځ په نوی پلمې او موضوع پسې ده ترڅود ایرانی ملت له حقوقو د ملاتړ په پوښښ کې خپلې ډیر غوښتنې او غلیمانه اقدامات پټ کړي . د امریکا د قانون ماتونو په اثبات کې ډیر مستندات او شواهد موجود دي .
د سی ای اې ، موساد او په سیمه کې د اسلامی ایران د نظام له دښمنانو سره په ایران کې د واټونو د بلواګانو له رامینځته کونکیو او اصلی عناصرو سره په ارتباط درلودلو او ملاتړ د امریکایی چارواکو اعتراف د ایران پرضد د امریکا د دښمنیو ژورتیا او حقیقی ماهیت څرګند کړې دې .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د لړم د ۱۳ نیتې په مناسبت په خپله یوه وینا کې له ایرانی ملت سره د امریکا ژورې دښمنۍ دوام ته په اشارې سره وفرمایل امریکایانو په دغو ۴۱ کلونو کې هر څه چی بلد وو او کولې یې شول له انقلابه راوتلیو اورګانونو په تیره بیا د اسلامی جمهوریت اصل پرضد دسیسه او اقدام وکړ .
له دې امله دی چې د ایران په خلاف د امریکا د غلیمانه ماهیت په شننه او پېژندګلو کښې د دا ډول واقعاتو مطالعه یو تاریخی ا همیت لری او هیڅکله ترې څنګته تېرېدل پکار نه دی. دغو واقعاتو ته باید د تاریخ د درسونو له نظره وکتل شی.
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په څه د پاسه څلورو لسیزو کې د امریکایی چارواکو کینې او دښمنیانې په ځلونو تکرار شوی دي ، دغه دښمنۍ پایه نلری ځکه چی د امریکا د استکباری ماهیت برخه ده . په دغو ټولو دښمنیانو او کینو کې یو مشخص هدف وجود لری او هغه استکبار په وړاندی تسلیمیدا ته د ایران مجبورول دي ، دا د امریکا د یواړخیز پالنې سیاست یوه برخه ده .
په هغه اقتصادی جنګ کې چی امریکا د زیات دباو تر عنوان لاندې د نویو بایکاټونو د اعمالولو له لارې پیل کړی ، حتی د درملو او طبی تجهیزاتو واردات هم د هدف په توګه وسیله وګرځول ، په دې ډول چی ناروغان ، میرمنې ، ماشومان ، کډوال ، بی وزله او تاوان لیدونکی پرګنې د ټولو نړیوالو اصولو په اپوټه د امریکا د اقتصادی ترهه ګرۍ په اصلی هدف بدل شول . له دې امله ده چی د امریکا د کړچار دوسیه له شرمونکی او تورې مخینې ، دسیسې ، لاسوهنو او همداراز له دښمنیو ډکه ده .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په خپلو یو لړ ویناو کې د دغه حقیقت په بیانولو سره چی امریکا له هغې ورځې تر ننه هیڅ نده بدله شوی ، جوته کړه هماغه شرارت ، هماغه د لیوه خوی ، هماغه د نړیوالې دیکتاتورۍ د رامینځته کولو لپاره هڅه ، هماغه بی حده سلطه غوښتنه نن هم په امریکا کی موجوده ده البته په زیات وحشی توب او بی شرمی سره .
دغه کړچارونه ، دسیسې او دښمنیانې د دغه تاریخی حقیقت ښودنه کوی چی له ایران سره د امریکا دښمنی ژورې جرړې لری . هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود جوته کړی ده امریکا د انقلاب په بریالیتوب سره له ایرانی ملت څپیړه خوړلی ده او اوس له ډیرو ګټو خپل لاس لنډ بولی ، په خپل ګومان تیر وخت ته د ستنیدا توهم لری او دغه هدف ته د رسیدا لار په دسیسې او دښمنۍ کې وینی .
حقیقت دا دې چی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته په ټولو کلونو کې ایران ته دامریکا کتنه د سپینې ماڼۍ د چارواکو له ځینو ظاهری دریځونو سره سره تل غرضی او نارغنده دي او د ډیر غوښتنې او استکباری سیاستونو په اساس برابرې شوی دی .
د امریکا مشهور کره کتونکې ، سیاسی شناندې او نظریه ورکونکې نوام چامسکی له ایران سره د امریکا د دښمنۍ د جرړو په سپړلو کې وایی امریکا او اسراییل په سیمه کې یو خپلواک ځواک نشی زغملې چی ځان د هغې سیمې خاوند بولی .
د اسلامی جمهوریت د نظام د دښمنانو دا محاسباتی تیروتنه سبب شوه چی هغو له ایران سره په دښمنۍ کې اوږده لاره ووهی . خو دغوخوځښتونه د سپینې ماڼۍ د اندازو په اپوټه د ایرانی ملت عظمت او ویاړونه زیات کړی دي ، تر دې ځایه چی حتی د ایرانی ملت دښمنانو هم په دغه حقیقت اعتراف کړی دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د نړۍ په نویو معادلاتو کې امریکا نوره د نړۍ واکمنه نده ځکه چی د ملتونو ارادې په تیره بیا د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ څیره دیو قطبی سیاست په ختمولو سره بدله کړی ده .
دا پایداره اغیزې د دغې لیدتوګې تایید دې چی د ایران د اسلامی جمهوریت نظام د سلطې غوښتنې ضد دې او له هر ډول زور منلو اوظلم منلو سره مخالف دې . دا ځانګړنې د ایرانی ملت د استکبار دښمنۍ دروحیاتو ښودنه کوی . په همدې دلیل امریکاد په ایران کې د نفوذ او مداخلې په لړ کې خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره بیلا بیلې سناریوګانې اجرا کړی چی د سپینې د متفکرانو په وسیله پلان شوی دي . دغه لاس وهنې د جمهوری غواړو او دیموکراټانو دواړو په پړاونو کې دوام درلودلې دې .
خو ایران پرضد د امریکا سیاستونه په دغو ټولو کلونو کې د ډیرو تیروتنو له تکراره ډک وو اود دغه بهیر په دوام د امریکا اصرار دغه هیواد په لویدیځه اسیا کې د سیمې د پیښوپه جبۍ کې ګیر کړی دی . د دغه ټکی اهمیت هغه وخت جوتیږی چی د وروستیو کلونو پیښو ته د حقیقت په سترګه وګورو .
پای