د سپاه پاسدارانوسمندری ځواک د امریکائي سمندري بیړۍدغلامخه ونیوه
د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي اقدام سره ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول .
العالم خبری چینل راپور ورکړ،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک میړني ځواک په یوه شجاعانه او میړني اقدام کې دتیلو د غله کولو لپاره د امریکائي بیړۍ عملیات ناکام کړل او دغه بیړئ ئې تښتې ته اړباسله .
په راپور کې وئیل شوي دي ،د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک میړنیو مامورانو د عمان سمندر په نړیوالو اوبو کې له یوې هغې تیلی کشتۍ څخه د تیلو د غله کولو لپاره د امریکائي بیړۍ عملیات ناکام کړل چې د ایران په صادراتی تیلو بار وه .
د امریکائي ځواک د غې سترې بیړۍ په یوه اقدام کې یوه تیلی کشتۍ چې د ایران صادراتي تیل ئې بار کړي وو ، په عمان سمندر کې مصادره کړه او یوې بلې کشتۍ ته ئې ورڅخه درست تیل په منتقلولو سره هغه کشتۍ په نامعلوم لور روانه کړې وه .خو په همدې وخت کې د ایران د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک میړني ځواک سیمې ته په رسیدو سره دهلی برن عملیاتو په اجرا کولو سره هغه له تیلو ډکه امریکائي کشتۍ ونیوه او هغه ئې د ایران د ټاټوبي د سمندري حدودو په لور هدایت کړه .
په دوام کې د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي اقدام سره ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول .
د امریکا سمندري ځواک بیا په څو جنګی بیړیو څخه په استفادې او په ډیر زیاتو وړتیاؤ سره لازیاته هڅه وکړه ،څو د تیلی کشتۍ دحرکت لاره بنده کړي چې بیا هم بریالي نه شول .د امریکائي ځواک په لاس دغه غلا شوي تیلی کشتۍ همدااوس د ایران د اسلامی جمهوریت د ټاټوبي په سمندري حدودو کې ده .