په سمندر کې د ایران قدرتمند شتون له ځان سره د امن تجارت درلودی
د سپاه او پوځ سمندري ځواک دسمندری امنیت په تامینولو کې د دوو ورزرو رول لوبوي چې تل ئې په سواحلو ،بندرونو او حتی په لیرې پراتو سیمو کې په شتون سره ، په سیمې کې امنیت ، آرامښت او ثبات تامینوي څو ایران د امن په ساحل کې وي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان سردار امیرالبحر علی رضا تنګسیري د ایران د سمندر کچ کونې او دبندرونو د ادارې له عمومی مدیر علی اکبر صفائي سره په کتنې کې ووئیل ، د سپاه او پوځ سمندري ځواک په سمندرونو ااو سواحلو کې قدرتمند شتون د اسلامی ایران د نظام او پولو پر دفاع او حفاظت سربیره ، د ایران په تیره بیا د ساحلی ولایتونو د اوسیدونکو لپاره د امن تجارت هم رامینځةکړی دی .
امیر البحر تنګسیري زیاته کړې ده ، دسپاه او پوځ سمندري ځواک دسمندری امنیت په تامینولو کې د دوو ورزرو رول لوبوي چې تل ئې په سواحلو ،بندرونو او حتی په لیرې پراتو سیمو کې په شتون سره ، په سیمې کې امنیت ، آرامښت او ثبات تامینوي څو ایران د امن په ساحل کې وي .