په بندرعباس شاخوا کې له سترې زلزلې وروسته په فارس خلیج کې د سونامي په اړه خبرداری ورکړل شو 
(last modified Mon, 15 Nov 2021 02:04:56 GMT )
Nov 15, 2021 06:34 Asia/Kabul
  •  په بندرعباس شاخوا کې له سترې زلزلې وروسته په فارس خلیج کې د سونامي په اړه خبرداری ورکړل شو 

د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال هم نیمه شپه  دزلزلې ځپلي سیمې د لیدو او  له نزدې د حالاتو د ارزونې لپاره   هرمزګان ته رسیدلی دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ ،  د ایران د  جنوب هرمزګان ولایت د بحران   د ادارې  عمومی مدیر  مهرداد حسن زاده  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  په هرمزګان ولایت کې   د شپږ اعشاره  څلور او شپږ اعشاره درې ریشتره  دوو زلزلو پسې  په دوامدارو ټکانونو پسې  په فارس  خلیج کې  د سونامي  په  نسبت خبرداری صادر شوی دی .

 هغه وئیلي ، په دغو زلزلو پسې  سیمې ته سملاسي  مرستندویه ټیمونه لیږدول شوي دي .  او د هرمزګان ، فارس او کرمان ولایتونو  مرستندویه ادارې هم په بشبړ ډ ول تیارسی شوي دي .

راپور ښئ دغه دوې زورورې  زلزې  په یوې دقیقې ې په یوې بل پسې شوي  او  هرمزګان ولایت زیاتره سیمې او شاوخوا ولایتونه ئې ولړزول . وروستی راپورونه ښئ چې   په دغو زلزلو کې  د روستیو راپورونو په اساس  کابو څلویښت تنه ټپیان شوي او یو کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  ، البته دا هم وئیل شوي چې  په هرمزګان ولایت کې  شاوخوا کلو ته زیات تاوانونه رسیدلي  او مرستندویه  چارې له هماغه پیله  شروع شوي او  هماغه راز دوام لري . د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال هم نیمه شپه  دزلزلې ځپلي سیمې د لیدو او  له نزدې د حالاتو د ارزونې لپاره   هرمزګان ته رسیدلی دی .

 

ټیګونه