د ایران د ټاټوبی پر سمندري حدودو دښمنانو ته د تیري اجازت نه ورکوو
نن سبا د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځوکونه له هیواده د دفاع د دندې ترڅنګ له ولس سره په مرسته رسونې کې هم په ډګر کې دي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر علی رضا تنګسیري د ایران دجنوب لویدیځ خوستان ولایت د آبادان او اروندکنار ولسوالیو له قبایلی مشرانو سره په کتنې کې ، له امریکائي بیړیو سره د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک وروستیو جدي چلندي عملیاتو او په عمان سمندر کې د ایران د تیلو د سمندري غلا ناکامۍ ته اشاره وکړه او وې وئيل ، دسپاه پاسدارانو سمندري ځواک په ربیعَ عملیاتو کې په درو ماکوګانو سره د امریکا د دوو بیړیو په وړاندې ودریدل او د ایران دتیلو دبرمته کولو مخه ئې ونیوله .
امیر البحر تنګسیري ددې خبرې په کولو سره چې د ایران وسلوال ځواک په د سیمې په سمندري حدودو کې د دښمن د ځواکونو خوځښت تر نظر لاندې ساتي زیاته کړه ، نن سبا د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځوکونه له هیواده د دفاع د دندې ترڅنګ له ولس سره په مرسته رسونې کې هم په ډګر کې دي .