د پېغمبراعظم (ص) فوځي مشقونه د صهيونېسټ رژيم ګواښونو ته جدي، واقعي او مېداني خبردارے
(last modified Sat, 25 Dec 2021 11:29:16 GMT )
Dec 25, 2021 15:59 Asia/Kabul
  • د پېغمبراعظم (ص) فوځي مشقونه د صهيونېسټ رژيم ګواښونو ته جدي، واقعي او مېداني خبردارے

د پېغمبراعظم (ص) ۱۷ نومې ګډ فوځي مشقونه چې د تېرې هفتې د ګل په ورځ سحر د فارس خليج په سواحلو، د هرمز په تنګۍ او د هرمزګان، بوشهر او خوزستان صوبو په عامه سيمو کښې شرع شوي ووپرون د جمعې په ورځ ختم شول.

د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري د دې په بيانولو سره چې د دغو مشقونو منصوبه له مخکې نه برابره شوې وه،زياته کړه، خو د صهيونېسټ رژيم د مشرانو زيات البته مېنځ تشي ګواښونه د دې سبب شول چې دغه مشقونه په دغه مقرره وخت کښې ترسره شي چې تراوسه د ايران د اسلامي جمهوريت ترټولو کامياب توغنده اي مشقونه وو.

که څه هم د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم ګواښونه څه نوې خبره نه ده خو په ايران باندې د بنديزونو د ختمولو لپاره د ويانا خبرو اترو په شروع کېدو د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم بېهوده وينې هم نوې مرحلې ته داخلې شوې دي. د دغه رژيم چارواکو په وروستيو هفتو کښې په سفارتي تحرکاتو سره کوشش وکړ چې د ايران صلح ايز اېټمي فعاليتونه د سيمې د امنيت او ثبات لپاره يو ګواښ اوښئي. د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم ګواښونه که څه  هم د امريکې او اسرائيلو د ګډو تبليغاتي او نفسياتي جنګ يو انعکاس دے خو دغه لفاظۍ بې ځوابه نه دي پاتې شوې.

د پاسدارانو د لښکر د خاتم الانبياء (ص) نومې مرکزي هېډ کوارټر قوماندان جنرل غلامعلي رشيد د دې په بيانولو سره چې د صهيونېسټ رژيم لخوا د ايران د اېټمي او فوځي مرکزونو ګواښ د امريکې د شين څراغ او ملاتړ نه بغېر امکان نه لري تاکيد وکړ: په داسې صورت کښې چې دا ډول ګواښونه عملي بڼه پېدا کړي، د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به بې له څه ځنډه ټول مرکزونه، اډې لارې او د تېرېدو لپاره په استفاده شوې فضاء او د تيري مبداء د مشق کړې شويو علمياتو د پلانونو په بنياد د خپلو حملو هدف وګرځوي.

د اسرائيلړو فضاء جوړونې او تحرکات په داسې حال کښې دي چې د ايران د اېټمي فعاليتونو صلح ايز والے ت ل د آژانس د چارواکو او تفتيش کؤنکو لخوا تائيد شوے دے.په حقيقت دا اسرائيلي رژيم دے چې د اېټمي وسلو په لرلو او ترهه ګريزو او تخريبي فعاليتونو په کولو په سيمه کښې د صلحې لپاره يو ګواښ ګڼل کيږي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي مجيد تخت روانچي په همدې لړ کښې څو ورځې مخکې د امنيت شورا ته په يو خط کښې د اسرائيلي رژيم د تحريکؤنکو او ماجرا لټؤنکوګواښونو د شمېر او سختوالي په دوامداره توګه زياتېدو په اشارې سره يادونه وکړه چې دغه ګواښونه د خبرداري ورکولو حد ته رسېدلي دي او د نړيوالو حقوقو په تېره بيا د ملګر ملتو د منشور د دويمې مادې څرګنده خلاف ورزي ده.

داسې ښکاري چې د اسرائيلي رژيم چارواکي په يو برابر کړې شوي کار وېش کښې په فضاء جوړونې او ګواښ سره کوشش کوي د سياسي او امنيتي دباونو د سختولو لپاره د ايران په خلاف د فوځي ګواښ له انتخابه له زيات نه زياته استفاده وکړي او د ويانا د خبرو اترو په بهير باندې منفي تاثير وکړي. خو دغه ګواښونه حتی د اسرائيلو د ملاتړو لخوا هم بې ارزښته بلل شوي دي.

خو د صهيونېسټ رژيم تيري ګر او بحران جوړؤنکي ماهيت ته په پام سره کېدې شي د شرارت او د ويانا خبرو اترو ته د زيان رسولو اراده ولري. نو له دې امله د ايران وسله والو ځواکونو له دغو شرارتونو سره د مقابلې لپاره د ضروري چمتووالي اندازه زياته کړې ده. هغه ډول چې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان جنرل حسېن سلامي د پېغمبراعظم (ص) ۱۷ نومې ګډ فوځي مشقونو وروستۍ مرحلې ترڅنګه واضحه کړه چې د دغو مشقونو جوړېدل په تېره بيا د هغو په توغنده اي برخه کښې زيات واضحه او څرګند پېغامونه دي. د دغو مشقونو پېغام د صهيونېسټ رژيم د چارواکو ګواښونوته جدي،واقعي او مېداني خبردارے دے چې پکار دے  خپلو تېروتنو، غلطيو او خطاګانو ته پاملرنه وکړي او که لاس پښه يې غلطه وخوزوله نو لاس پښې به يې پرې کړوو.

-------

 

ټیګونه