د امریکا بندیزونو خپل کارندوالی له لاسه ورکړی دی 
(last modified Sun, 23 Jan 2022 10:23:14 GMT )
Jan 23, 2022 14:53 Asia/Kabul
  • د امریکا بندیزونو خپل کارندوالی له لاسه ورکړی دی 

د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ ، سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک او دغه راز د  چین او روسیې د سمندري ځواکونو  په سطحي او هوائي  کنډکونو په شتون سره د ۲۰۲۲کال دسمندري امنیت  دکمربند مرکبه مانوره ، دهند سمندر په شمالي برخو کې  دتیرې جمعې په ورځې ترسره شوه .

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ ، داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار علی فدوي  نن  دځوان سرباز د  څوارلسمې جشنوارې  په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې د ایران ،روسیې او چین  د وروستۍ ګډې سمندري مانورې  دسیمه ایزو اغیزو په باب  ووئيل ، ایران ، روسیه او چین  هغه هیوادونه دي چې امریکا  ورسره په تیره بیا د ایران له اسلامی جمهوریت سره ښمني لري .

سردارفدوي  ووئيل ، د نورو هیوادونو په ضد  دامریکا بندیزونو  خپل اثر له لاسه ورکړی  دی او د نظر وړ موخې  ئې له ماتې سره مخامخ شوي دي ، هغه په عین حال کې روښانه کړې ،له چین اوروسیې سره د ایران همغږي او غږملتیا  او وروستیو شپو ورځو کې د ګډې سمندري  مانورې ترسره کیدا ،  زیات غبرګونونه له ځان سره درلودلي دي  او د امریکا او دهغود سیمه ایزو پيّلو متحدانو دغوسې سبب  شوي  ده .

ټیګونه