د لسګونو هېوادونو خارجه وزيرانو د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي ورځې مبارکي وويله
(last modified Fri, 11 Feb 2022 06:22:37 GMT )
Feb 11, 2022 10:52 Asia/Kabul
  • د لسګونو هېوادونو خارجه وزيرانو د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي ورځې مبارکي وويله

د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په درې څلوېښتمې کليزې کښې د رغانده او نويو اړخونو په شمول په ټولو برخو کښې بايد له مخکې نه زيات دوه اړخيزه تعلقات پراخه شي او په نړيوالو ډګرونو کښې په خپلو کښې ملګرتياوې پياوړتيا پېدا کړي.

د لسګونو هېوادونو خارجه وزيرانوخارجه وزير حسين امير عبداللهيان ته د بيله بيلو پېغامونو په رالېږلو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي ورځې او د اسلامي انقلاب د کليزې مبارکي وويله.

د سوئيزرلېنډ خارجه وزير ايګنازيو کاسيس، د جاپان خارجه وزير هاياشي يوشيماسا، د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف، د چين خارجه وزير وانګ ايي، د رومانيې خارجه زيء بوګدان ائورسکو، د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د سوريې خارجه وزير فېصل مقداد، د آذربائيجان جمهوريت خارجه وزير جيحون بايراموف، د ترکيې خارجه وزير مولود چاووش اغلو، د پولېنډ خارجه وزيء زبيګنيو رائو او دغه شان د نورو لسګونو هېوادونو خارجه وزيرانوپه خپلو پېغامونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي ورځې او د اسلامي انقلاب د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د خپلو هېوادونو او د ايران داسلامي جمهوريت ترمېنځ دوستانه او نزديو تعلقاتو ته په اشارې سره  هيله څرګنده کړې چې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په درې څلوېښتمې کليزې کښې د رغانده او نويو اړخونو په شمول په ټولو برخو کښې بايد له مخکې نه زيات دوه اړخيزه تعلقات پراخه شي او په نړيوالو ډګرونو کښې په خپلو کښې ملګرتياوې پياوړتيا پېدا کړي.

 

ټیګونه