اسلامی نظام هماغه شان د ؛نه ختیځ ،نه لویدیځ ؛شعار ته پابند دی
د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل ، درستو هیوادونو ته په بهرنی سیاست کې د ایران نظر یو شان دی ،د مونږ امید د هیواد درستو سیمو ته دی او هیڅکله هم نه ویانا ته او نه هم نیویارک ته کومه هیله لرو.
زمونږخبریال راپورر اکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د یوم ا... له میلیوني لاریون وروسته دتهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې د جمعې لمانځه له خطبو مخکې پخپلې وینا کې دولولناک او پرتمین اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره روښانه کړه ، هغه څه چې اسلامی انقلاب ئې چغې پورته کوي ، آزادي ، اخلاق ، عقلانیّت ، عدالت ، خپلواکي ، ملی عزت ، ورورولي ، او د ظلم او سلطې نفي کول دي .
د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل ، اسلامی انقلاب راغلی ، څو هغه فسادګر رژيم چې دسلطه ګرو قدرتونو ئې بشپړ ملاتړ کاوۀ، له مینځه یوسي او پر دین ، خپلواکۍ ، آزادۍ ، اسلامی جمهوریّت مشتمل یو نظام ټينګ کړي .
ابراهیم ریئسي ، خپلواکي غوښتنه ، آزادي ، عدالت غوښتنه د اسلامی انقلاب نور هویّت جوړونکي عناصر وبلل او وې وئيل ، دغه انقلاب پخپل بطن کې عدالت غواړی او عدالت خوښونکی دی او هیڅکله هم دعدالت عنصر له اسلامی انقلابه نشي لیریکیدلی . ،ځکه چې عدالت غوښتنه ، او عدالت طلبي او د ظلم او فساد ضد شونه داسلامی انقلاب په بطن کې نغښتي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دسلواغې د دوویشتمې نیټې یعني د یوم ا...پیغام ، دایران ملت او درستو مستضعفینو ،او دردستې نړۍ محرومو ته هیله منونکی او د نړۍ ستمګرو ،او ظالمانو ته ناامیدي او د هغوي استیصال وبالۀ او وې وئيل،هغه څه چې د ایران په ګاونډیو هیوادونو کې په اسلامی ویښتیا کې وینئ ، یو الهي ځیری دی .
هغه همداراز هیواد ته د ګوزار ورکولو لپاره د اسلامی ایران ددښمنانو هلوځلو ته په اشارې سره روښانه کړه ، دښمنانو غوښتل ، اسلامی انقلاب او نظام په خپلو پښو ونه دریږي ، خو داسې ئې ونه کړائ شول او د نړۍ ویښ اومسلمانو ملتونو ته د اسلامی انقلاب پیغام ورسید او نن سبا اسلامی ایران دعزت په اوج کې دی .
د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل ، درستو هیوادونو ته په بهرنی سیاست کې د ایران نظر یو شان دی ، دمونږ ا مید د هیواد درستو سیمو ته دی او هیڅکله هم نه ویانا ته او نه هم نیویارک ته هیڅ ډول کومه هیله لرو.