د دینونو رهبران دې په هند کې د سولې اوګډ سوله ایزژوندلپاره هڅه وکړي
د هندوستان په جنوب کې د کرناټک صوبې په ښونځیو کې د حجاب او ستر ممنوعیّت ، په درست هیواد کې د مسلمانانو د ټولنې د سخت اعتراض او غوسې سبب شوی او په درست هندوستان کې په دې اړه سترې مظاهرې هم شوي دي .
د ایران د دینونو دخبرواترو دغږملتیا او سیاست جوړونکي شورا مشرحجةالاسلام محمد مهدي ایماني پور دهندوستان دیني او کلتوري شخصیّتونو ته په یوه لیک کې ټينګار کړی ، باید اجازت ورنکړل شي ، هغه ظلم اوستم چې سرزوري لوري ئې د هند پر مسلمانې ټولنې اعمالوي ، دوام ومومي .
د ایران داسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې مشر او ددینونو د خبرواترو د غږملونکي اوسیاست جوړونکي شورا مسوئل ددې خبرې په کولو سره چې د ګډوډیو او ناغیړیو وروستي ناسم خبرونه، د نړۍ د پتمنو او د مسلمانانو د ټولنې د کړاؤ او حیرانتیا سبب شوي دي ، روښانه کړه، بې شکه انساني نیکمرغي د درستو ښاریزو د اساسی حقوقو په تضمین کې غوټه خوړلې ده .
ایماني پور ټینګار وکړ ، په اوسنۍ تاؤتریخجنې او زهرجنې فضا کې تمه کیږي ، دیني رهبران او معنوي او کلتوري اغیزشیندونکي شخصیّتونه ، ددغه وضعیّت په ختمولو کې مخکښ شي او د نړۍ په عمومي افکارو کې د هندوستان د د ښه انځور د داغي کولو او دمسلمانانو د حقوقو د ضائع کیدا مخنیوی وکړي .
د هندوستان په جنوب کې د کرناټک صوبې په ښونځیو کې د حجاب او ستر ممنوعیّت ، په درست هیواد کې د مسلمانانو د ټولنې د سخت اعتراض او غوسې سبب شوی او په درست هندوستان کې په دې اړه سترې مظاهرې هم شوي دي .