د دښمنانو د درستو دسیسو په وړاندې بریالی شوی یوو
امریکا او هغه کسان چې له دوي پیروي کوي ، په تیرو ۴۳کلونو کې داسلامی انقلاب دحق له جبهې سره دښمني لري او اعتراف کوي ، په دې چې د اسلامی انقلاب کې دوه اساسی عوامل دي چې مونږ بریالي شوي نه یوو ،
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان جانشین سردار علی فدوي پرون د تهران د جمعې لمانځه له خطبو مخکې د لمونځ ګوزارو په ټول کې په وینا کې ووئيل ، د مونږ لوي دښمنان یعني امریکا او هغه کسان چې له دوي پیروي کوي ، په تیرو ۴۳کلونو کې داسلامی انقلاب دحق له جبهې سره دښمني لري او اعتراف کوي ، په دې چې د اسلامی انقلاب کې دوه اساسی عوامل دي چې مونږ بریالي شوي نه یوو ،حتی یو بریالیتوب ترلاسه کړو ، او د اسلامی انقلاب په وړاندې برلاسه شو او هغه دوه اساسی عوامل ، لومړنی ولایت فقیه او دوهم د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران دي .
سردار فدوي ووئيل د تاریخ په اوږدو کې داسې اتحاد نشي پيدا کیدلی چې دښمنان د حق له جبهې سره په داسې بڼه متحد شي او تر اوږدې مودې پورې ورسره وجنګیږي ،خو یو بریالیتوب ئې هم نه وي ترلاسه کړی چې ادعا وکړي ، داسلامی انقلاب په مقابل کې بریالي شول ، البته مونږ په د ایمي توګه وایو، هغه درستې د سیسې چې دوي دمونږ په ضد جوړې کړي ،مونږ ورباندې بریالي شوي یوو .
داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین همداراز دنړۍ په مختلفو سیمو کې د مسلمانانو کامیابۍ ته په اشارې سره روښانه کړې ، چې اوس په یمن کې دکفر درسته جبهه د یمن د مظلوم ولس په ضد جنګیږي ، خو له ماتې پرته ئې بل څه په نصیب شوي نه دي .