د اسلامی نړۍد زده کونکو دقرآني سیالیو د اوم پړاؤ غوره کسان معرفي شول
د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو داوم پړاؤ نهائي مرحله د کب د میاشتې له لسمې پيل شوي او تر څوارلسمې پورې ئې دوام درلودلی او دا په غیر حضوری او ویډیوئي لینک له لارې ترسره شوه .
د انجونو او هلکانو په دوو برخو او د ټول قرآن کریم د حفظ او تحقیق قرائت په څانګو کې د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآنی چارو د نړیوالو سیالیو اوم پړاؤ غوره کسان معرفي شول .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ،سږکال ، د دولسو هلکانو او اتو انجونو پشمول شل زده کونکي ، د قرآن د حفظ او قرائت په څانګو کې د اسلامی نړۍ د زده کونکو دقران کریم د نړیوالو سیلایو اوم پړاؤ نهائي مرحلې ته ورسیدل.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو داوم پړاؤ نهائي مرحله د کب د میاشتې له لسمې پيل شوي او تر څوارلسمې پورې ئې دوام درلودلی او دا په غیر حضوری او ویډیوئي لینک له لارې ترسره شوه .
په دغو سیالیو کې د تحقیق قرائت په څانګې کې د هلکانو په برخې کې د ایران داسلامی جمهوریت امیر علی یادګاري لومړۍ لمبر ، د افغانستان محمد صادق محمدي دوهم لمبر او دجرمني علی طاها لطیفي دریم لمبر ګټلی دی .
د ټول قرآن په حفظ کې د هلکانوپه څانګې کې هم د بنګله دیش صالح احمد تکریم لومړی لمبر ، دایران داسلامی جمهوریت محمد رضا جعفر پور دوهم لمبر او د ساحل عاج یا ایوري کوسټ صوابراهیم هم دریم لمبر راغلی دی .
همداراز د تحقیق قرائت په څانګې کې د انجونو په برخې کې د ایران داسلامی جمهوریت مریم سبزه زاري لومړی لمبر ، دانډونیشیا نادیه نور فاطمه دوهم لمبر او د لبنان فاطمه سلامی دریم مقام ګټلی دی . همداراز دټول قرآن دحفظ د انجونو په برخې کې هم زهرا خلیلی لومړۍ ، دتانزانیا اسماصالح دوهم او د ترکیې حمیره کنش هم دریم مقام ګټلی دی .