سپاهِ پاسداران:
د صهیونیسټانو د دسیسو او شرارت سټراټیجک مرکز د ایران په توغندیو تباه شو
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران: د هر ډول شرارت تکرار به له سختو، پریکنده او ورانونکو ځوابونو سره مخامخ شي
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوه بیانیه کښې د ایران په رسا توغندیو باندې د صهیونیسټي رژیم د دسیسې او شرارت د سټراټجک مرکز ویشتل کیدو ته په اشارې سره ویلي دي: د هر ډول شرارت تکرار به له سختو، پریکنده او ورانونکو ځوابونو سره مخامخ شي
تیره شپه د عراق په اربیل کښې د صهیونیسټي رژیم د جاسوسۍ او عملیاتو د ځانګړې ادارې (موساد) دوه جاسوسي اډې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پآسدارانو له خوا په توغندیو وویشتې شوې.
له دغو پراخو توغندوي عملیاتو وروسته د عراق د کردستان سیمې په اربیل ښار کښې د امریکې د کنسولګرۍ د خطر سایرن هم وغږیده او په عراق کښې د امریکې ټولې پوځي اډې تیارسي شولې.
په دغې بیانیې کښې د ایران ولس ته په خطاب کښې هم راغلي دي: د اسلامي وطن امنیت او ارامښت د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو سره کرښه ده او هیڅکله به یې د ګواښل کیدو او پرې د تیري اجازه ور نه کړی شي.