د تلاوت مقدس هنر د ذکر او خدای ته د بلنې او د اوریدونکو د ایمان د زیاتولو په خدمت کښې دی
(last modified Mon, 04 Apr 2022 01:28:02 GMT )
Apr 04, 2022 05:58 Asia/Kabul
  • د تلاوت مقدس هنر د ذکر او خدای ته د بلنې او د اوریدونکو د ایمان د زیاتولو په خدمت کښې دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د رمضان میاشته د خدای د میلمستیا او د بې پایانه الهي رحمت میاشته وبلله او د زړه پاکول او په قرآن کښې له تدبر او ورباندې له پوهیدو سره مله مینه، د کریم پروردګار له میلمستیا د انسان د ګټه پورته کونې له مهمو عواملو وبلل

حضرت آیت ا... العظمی سید علي  خامنه‌اي پرون د روژې د مبارکې میاشتې په وړومبۍ ورځ له قرآن سره د مینې په نوراني محفل کښې د خدای تعالی سترې میلمستیا ته ننوتل د پروردګار د بلنې منلو ته د انسان همت ته اړمن وبلل او د روژې د مبارکې میاشتې برکتونو او د عملونو فرصتونو ته په اشارې سره یې زیاته کړه: دا نمتونه په حقیقت کښې پروردګار ته د نزدې کیدو لپاره بې ساري فرصتونه دي، په دې وجه باید له خدای پاک څخه په خشوع او خضوع سره له دغو فرصتونو د ګټه پورته کولو او له ګناهونو څخه د ډډه کولو توفیق وغوښتې شي.

معظم رہبر د قرآن د مبارکو آیتونو په استناد سره (ذکر) د دغه اسماني کتاب یو مبارک نوم او د ستر مصیبت یعنې غفلت اپوټه او مخالف ټکی وباله او زیاته یې کړه چې د قرآن پرله پسې تلاوت او ورسره مینه له پروردګار سره د لازیاتې اړیکې سبب کیږي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي قرآن کریم د خاتم پیغمبر(ص) جاودانه معجزه وبلله او زیاته یې کړه: قرآن پاک د انسان د تاریخ په ټولو پړاؤنو کښې د فردي، کورنۍ، ټولنیز، معنوي او حاکمیتي ژوند په ټولو پراخو او سترو ډګرونو او په ټولو اړخونو کښې د انسان د اړتیا وړ معارف هغه ته ورکوي.

دوي تعلّم، تدبّر او تفقّه یعنې ښوونه او ژوره زده کونه د قرآن له ژورو، باطني او لوړو معارفو څخه د ګټه پورته کول وبلل او زیاته یې کړه: دغو معارفو ته د رسیدو شرط د زړه او روح پاکول دي او دا کار د ځوانۍ په پړاؤ کښې لا اسان دی.

معظم رهبر په ایران کښې د تکړه او د ښه غږ لرونکو قاریانو له زیاتوالي څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، دا کار د اسلامي انقلاب پامته داره وباله.

دوي تلاوت یو مقدس هنر وباله او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دا هنر باید د خدای د ذکر او هغه ته د بلنې په خدمت کښې وي، وویل: تلاوت باید داسې وي چې د اوریدونکي ایمان زیات کړي، په دې وجه تلاوت ته یوازې د یو هنر په توګه  نه دي کتل پکار.

 

ټیګونه