جنرل کيومرث حېدري:
د ټارګټ ويشتونکو توغنديو په برخه کښې مو ډېرې اوچتې کاميابۍ ترلاسه کړي دي
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د زمکني ځواک قوماندان وويل: د فوځ د زمکني ځواک جنګ توان ډېره زياته وده کړې ده او د ټارګټ ويشتونکو توغنديو په برخه کښې مو ډېر اوچتې کاميابۍ ترلاسه کړي دي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل کيومرث حېدري د دغه ځواک د قوماندانانو او کارکؤنکو په کتنه کښې د اسلامي ايران د اقتدار په مقابل کښې د نړۍ د سترقوتونو تعظيم ته په اشارې سره وويل: د ايران اسلامي انقلاب په خپل څرګند اقتدار سره د دې سبب شوے دے چې ويټو لرونکي هېوادونه په خبرو اترو کښې د ايران د راضي کولو لپاره د يوې لارې په لټه کښې شي.
د فوځ د زمکني ځواک قوماندان د دې په بيانولو سره چې د ايران د اسلامي جمهوريت اقدار د دريو مضوعاتو احسانمن دے، زياته کړه، دغه درې موضوعات په دا ډول دي: د نظام رهبري چې له معصومينو عليهم السلام سره تړاو لري، د اسلام آزادي بخښونکے مکتب، ولس چې وسله وال ځواکونه هم يې يوه برخه ده.
جنرل حېدري واضحه کړه، په اسلامي هېوادونو کښې يووالے به د اسلام د دښمنانو مخ په زياتېدو نااميدۍ سبب شي.