ايران په جاسک سمندر کښې اويا زره ليټره قاچاقي سونګ وړونکې دوه کيشتې اونيولې
د ايران د هرمزګان صوبې د عمومې څارنوالۍ مشر د جاسک ښار په سمندري حدودو کښې له اويا زره زيات قاچاقي ډيزلو وړونکو دوو کيشتيو د نيولو خبر ورکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې مجتبی قهرماني وويل: دغه قاچاقي کيشتۍ د جاسک قضائي ادارې د مشر په حکم او د مخنيؤنکو عملياتو د هېډکوارټر لخوا د اعلان شويو معموريتونو د عملي کېدو او د هرمزګان د سونګو له قاچاق سره د مقابلې په لړ کښې اونيوې شوې.
قهرماني په دې اړه د يولسو تنو نيولو ته په اشارې سره وويل: تورن کسان د عدالتي مراحلو او تحقيقاتو ترسره کېدو پورې په جېل کښې اچول شوي دي.
د ايران د هرمزګان صوبې د څارنوالۍ عمومي مشر د وېنا له مخې د سونګو له قاچاق نه علاوه دغه کسان د سمندر د ککړولو په تور هم تورن دي.
د تېر خالي په ورځ هم د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر سمندري ځواک د دوه لکه شل زره لېټره قاچاقي سونګ وړونکې کيشتۍ په فارس خليج کښې اونيوه.