امریکا د تکفیري ډلو په وسیله سیمه ناامنه کوي
په افغانستان کښې د ایران پخواني سفیر «ابوالفضل ظهره وند » وویل امریکا د تکفیري ډلو په شان له ځینو عناصرو په استفادې سره د سیمې د ناامنه کولو هڅه کوي .
هغه له فارس خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلي زیارت کښې وروستۍ ترهګرې پیښې او د دوو (۲) مذهبي روحانیونو شهادت ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کښې په پرله پسې ډول د افغانستان د میلیونونو خلکو کوربه توب کړی دی او د مشهدې د پیښې په شان پیښې ساري نه لري .
په افغانستان کښې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهره وند په دې خبرې سره چې نن سبا د ایران او افغانستان ملتونه یو روح او دوه(۲) جسمونه دي او دواړو ملتونو د امریکا له شتون او د سیمې له ناامنه کولو تاوانونه لیدلي دي وویل امریکا د ایران د پاکستان د چین، د روسیې او د مرکزي اسیا د هیوادونو په ملتونو ګوزارونه کړي دي او د افغانستان خلک یې هم قرباني کړي دي .
هغه په دې خبرې سره چې روانې پیښې یو ګډ ګواښ دی خو د افغانستان د داخلي ډګر له ظرفیته استفاده کیږي وویل امریکا چې د افغانستان لس میلیارډه شتمنۍ یې کنګل کړي دي د دې لپاره دي چې کابل او طالبانو ډله چې واک ته رسیدلي ده تر دباو لاندې راولي چې ونشي کولای خپلو لومړیو دندو ته دوام ورکړي او همدا اوس د افغانستان څلرویشت(۲۴) میلیونه خلک د خوراکي شیانو له جدي مشکل سره مخامخ دي .
په افغانستان کښې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهره وند زیاته کړه امریکا له دغو ظرفیتونو استفاده کوي چې د افغانستان پناه غواړي د تاجکستان د ازبکستان او په تیره بیا د ایران او پاکستان د سرحدونو په لور بوځي .
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د افغانستان خلک ایران خپل دوهم(۲) کور ګڼي وویل امریکا نه پوهیږي ایران له هغه سره چې فکر یې کوي متفاوت دی او له ایران څخه به د دا ډول بهیر جرړه وچه شي .