د ايران او عراق د تعلقاتو پراختيا لپاره هيڅ ډول محدوديت نشته
(last modified Mon, 18 Apr 2022 12:47:09 GMT )
Apr 18, 2022 17:17 Asia/Kabul
  • د ايران او عراق د تعلقاتو پراختيا لپاره هيڅ ډول محدوديت نشته

د ايران خارجه وزير سعيد خطيب زاده نن په خپله هفته وار اخباري ناسته کښې د ايران پرېس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کښې دې ته په اشارې سره چې د ايران او عراق ترمېنځ څو دوه اړخيزه او نړيوال موضوعات روان دي، واضحه کړه، د شلمچې رېلوې لائن پلان، د بهرنيو ښاريزو د تګ راتګ او د ويزې د جاري کولو د اسانتيا لپاره خبرې اترې او په بغداد کښې د ايران او سعودي خبرې اترې د ايران او عراق ډېر مهم دوه اړخيز موضوعات دي.

هغه همدارنګ تهران ته د عراق د خارجه وزير فواد حسېن سفر ته پخه اشارې سره وويل: ايراني چارواکو له فواد حسېن سره په کتنه کښې په عراق کښې د ترهه ګرو ډلو د فعاليت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ترهه ګرو د فعاليت لپاره د دغه هېواد له خاورې څخه د استفادې په اړه خبردارے ورکړ.

خطيب زاده د خپلو څرګندونو په يوه بله برخه کښې وويل: د ايران د سرچينو د يوې برخې د ازادېدو په اړه يو لړ موافقې له امريکې سره تعلق نه لري او اجازه نه ورکوو چې ورته داخله شي.

هغه وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت د سرچينو ازادېدل د هغو پېسو ستنېدل دي چې د سامانونو له صادراتو او خدماتو څخه دي او  له درېمګړو هېوادونو ته سره څه تعلق نه لري، امريکه کوشش کوي چې په هره موضوع کښې مداخلت وکړي چې دا چاره د امريکې د ولسمشر جوبائيډن له ادعاګانو سره فاصله لري.

خطيب زاده د مسجدالاقصي په نمونځګزارو باندې د صهيونېسټ رژيم دحملې په اړه هم وويل: له بده مرغه يو ځل بيا د صهيونېسټ جعلي رژيم لخوا د حرمت د سپکاوي او په نمونځګزارو باندې د يرغل کتونکي وو. په تېرو څو هفتو کښې د فلسطين ملت زيات شهيدان وړاندې کړل و د نړيوالو ادارو د خاموشۍ کتونکي يوو، د ايران اسلامي جمهوريت د نړيوالو ادارو او د اسلامي ملګرتياو په سطح خپل اقدامات ترسره کړي دي.

د ايران دخارجه وزارت وياند همدارنګ د حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه ته د اسلامي ملګرتياو د تنظيم د ليک د لېږلو او ورسره  د خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان خبرو اترو او صلاح مشورو ته په اشارې سره زياته کړه، په راتلونکو ورځو کښې به دغه بهير ته دوام ورکړوو ځکه چې صهيونېسټ زياته غوښتونکې او بحران جوړؤنکے رژيم يوازې به يوازې په مضبوط ځواب سره له دغو اقداماتو لاس اخلي.

 

ټیګونه