د سمندري ځواک قومندان:
هیڅ هیواد د ایران سمندري حدودو ته د نزدې کیدو جرأت نه لري
Apr 21, 2022 15:16 Asia/Kabul
د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان: د ځان لپاره د هیڅ محدودیت قائل نه یو
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان ټینګار وکړ: په آزادو اوبو کښې د ایران د سمندري ځواکونو د شتون او اقتدار او دوامداره څارنې په برکت هیڅ ستونزه نه لرو او هیڅ هیواد مو سمندري حدودو ته د رانزدې کیدو جرأت نه لري
امیرالبحر شهرام ایراني وویل: خپلو توانمنیو ته په پام سره هر کله چې د ټولو قواؤ معظم قومندان حکم وکړي، دا امکان شته چې د دنیا په ټولو سمندرونو کښې اغیزناک شتون ولرو.
د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان زیاته کړه: د ځان لپاره د هیڅ محدودیت قائل نه یو او د نړیوالو حدودو او چوکاټونو په خیال ساتلو سره به خپل ماموریت ترسره کوو.
امیر البحر ایراني هم داشان وویل: مونږ فعاله دفاعي او سمندري ډیپلماسي لرو.