اسلامي هیوادونو ته د ایران د ولسمشر د اختر مبارکۍ پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115518-اسلامي_هیوادونو_ته_د_ایران_د_ولسمشر_د_اختر_مبارکۍ_پیغام
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کې د اسلامي هیوادونو مشرانو او ولسونو ته د کوچني اختر د رارسېدو مبارکي ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 01:38 Asia/Kabul
  • اسلامي هیوادونو ته د ایران د ولسمشر د اختر مبارکۍ پیغام

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کې د اسلامي هیوادونو مشرانو او ولسونو ته د کوچني اختر د رارسېدو مبارکي ورکړ.

د اسلام په مبارک دین کې د شوال لومړۍ نیټه، د کوچني اختر په توګه لمانځل کیږي ځکه چي مسلمانان د رمضان د مبارکي میاشتې په اوږدو کې د روژې په نیولو او د متعال خدای په عبادت سره، ځانونه له ګناو پاکوي او خپل حقیقي فطرت ته ورګرځي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یاد پیغام کې د اختر د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې هیله وښودله چي مسلمانان د رمضان د میاشتي په برکت د نېکمرغو کسانو په شمېر کې راشي او له الهي اجر څخه برخمن شي.

هغه هیله وښودله چي د اختر د مبارکي ورځې په برکت په اسلامي ټولنه کې ورورولی پیاوړي او د مسلمانانو خپلمنځي شخړي او لانجې ختمي شي او د ظالمانو په ناکامېدو سره په ټوله نړۍ کې امنیت او سوله برقرار شي.

د عربستان، ترکیې، قطر، کویټ او فلسطین په شمول ځینې هیوادونه تېر ورځ اختر لمانځلي وه او د ایران، پاکستان او عراق په شمول ځینې هیوادونه به نن اختر ولمانځي.