ایران په سختو بایکاټونو کښې ډیر پرمختګونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116294-ایران_په_سختو_بایکاټونو_کښې_ډیر_پرمختګونه_کړي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي د تر ټولو بې ساري بایکاټونو په لګولو کښې د امریکا اقدام ته په اشارې سره وویل ایران په دغو شرایطو کښې اوڅاره پرمختګونه وکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2022 07:28 Asia/Kabul
  • ایران په سختو بایکاټونو کښې ډیر پرمختګونه کړي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي د تر ټولو بې ساري بایکاټونو په لګولو کښې د امریکا اقدام ته په اشارې سره وویل ایران په دغو شرایطو کښې اوڅاره پرمختګونه وکړل .

هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه دوښمن په کمین کښې ناست دی او په هره پلمه یې د ایران د له مینځه وړلو او یا د ایران امنیت ته د ګوزار د ورکولو هڅه کړي ده خو هر ځل یې د ایران د ملت د بچیانو د سرشیندنو او د هوښیارۍ په وجه  ماتي خوړلي ده .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي په دې خبرې سره چې  د امریکا په سپینه ماڼۍ کښې ناست توربخته کسان او د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د هغوې ملګري د ایران ملت ته د ګوزار د ورکولو لپاره پلانونه جوړوي وویل  د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هغه مسئولیت پراساس چې لري يې دوښمن تعقیبوي او هغه څاري .

امریکا د دوه زره اتلسم میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه نیټه له اټومي موافقې ووتله او د مخکنیو بندیزونو په لګولو سربیره یې د ایران پرضد نوي بایکاټونه هم ولګول .