د کروشیا ولسمشرې له لاریجانی او هاشمی سره کتنه او خبرې اترې وکړې
(last modified Thu, 19 May 2016 10:22:21 GMT )
May 19, 2016 14:52 Asia/Kabul
  • د کروشیا ولسمشرې له لاریجانی او هاشمی سره کتنه او خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر له کروشیا سره د اقتصادی او تجارتی تعلقاتو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د اېرنا خبری اژانس د رپوت له مخې د ایرن د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر علی لاریجانی پرون مازیګر په تهران کښې د کروشیا له ولسمشرې مېرمن «کولینډا گرابار کیتاروویچ»سره په کتنه کښې وویل، اوس د دواړو هېوادونو د اقتصادی تعلقاتو طح ټیټه ده او وخت رارسېدلے دےچې د اقتصادی او تجارتی تعلقاتو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو له ظرفیتونواستفاده وشی. لاریجانی د سیمې حالاتو ته په اشارې سره تاکید وکړ چې د سولې د ټینګښت او د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره پکار دی هېوادونه په دې اړه یو ګډ درک او پوهې ته ورسی.

همدارنګ د نظام د مصلحت د تشخیص د ټولنې مشر آیت ا...هاشمی رفسنجانی هم د کروشیا د ولسمشرې په کتنه کښې له کروشیا سره د تعلقاتو له پراختیا څخه په هرکلی سره وویل، د اروپائی اتحادیې له هېوادونو سره ملګرتیا د اقتصادو او صنعت د پیاوړتیا لپاره موثره ده.

د کروشیا ولسمشرې مېرمن کیتاروویچ هم په دغه کتنه کښې د دوو اړخیزو تعلقاتو د پراختیا لپاره د ګډ اقتصادی کمېشن د کار شروع کول ګټور وبلل.هغې په کروشیا کښې د مسلمانانو د حالاتو د کمیت او کېفیت په بیانولو سره وویل، په دغه هېواد کښې د مسلمانانو د ژوند او روابطو ډول د اسلام له پېروکار سره د ملګرتیا په خاطر د اروپائی هېوادونو لپاره یوه نمونه او بېلګا دے.

----------

ټیګونه