ایران د حج په ورځو کښې عربستان ته کنسولي پلاوی استوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د حج او د زیارت ادارې له چارواکو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ ایران د حج په ورځو کښې سعودي عربستان ته کنسولي پلاوی استوي .
د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د حج او د زیارت د چارواکو په ګډې غونډې کښې د روان هجري لمریز کال د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره د بیت الله الحرام د حاجیانو د استولو په هکله په مسائیلو باندې خبرې او د نظر تبادله وشوه .
ایران د حج تمتع لپاره کابو څلویښت زره کسان سعودي عربستان ته استوي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د حج او د زیارت ادارې له چارواکو سره په کتنه کښې د ایرانیانو د چارو او کنسولي معاونت خپل ټول ظرفیت د حاجیانو او د اجرايي عواملو په اختیار کښې ورکړی دی او د همدې چارې لپاره یو کنسولي پلاوی هم عربستان ته استوي .
هغه هیله وکړه چې د سعودي عربستان د چارواکو په هڅې سره د روان کال حج مراسم په پرتمینه ډول او په ارامښت سره وشي .