د تهران د جامع جومات خطیب:
په لوېدیځه اسیا د امریکې ولکه ختمه شوې ده
د تهران د جامع جومات خطیب د جمعې د ورځې په خطبه کې وویل چي لوېدیځه اسیا د امریکې له ولکې خلاصه شوې او د مسلمانو ولسونو تر ارادې لاندې قرار لري.
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب سید محمد حسن ابوترابی فرد وویل: دا چي ځینو په لوېدیځه اسیا کې د ناټو په څېر د فوځي تړون جوړولو ته اشاره کوي، د دې لپاره دی چي د اسلامي امت له مخ په زیاتېدونکی ځواک څخه وېرېدلي دي.
حجت الاسلام ابوترابي فرد تاکېد وکړ: د امریکې لاسپوڅي فوځي تړونونه د سیمي د مسلمانو ولسونو د خوځښت په وړاندې هیڅ نه شي کولای.
په دې وروستیو کې د اردن باچا، د اسرائیلي رژیم او د ځینو عربو هیوادونو تر مینځ د مقاومت د محور او د اسلامي ایران په وړاندې د مقابلې لپاره د ناټو په څېر د یوه فوځي تړون د جوړولو په هکله رسنیو سره خبرې کړې وي.
اټکل شوی دی چي سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن په سفر کې د اسرائیل د رژیم او د ځینو عربو هیوادونو تر مینځ د فوځي ملګرتیاو په هکله خبرې اترې وشي.