د ایران خارجه وزارت:
د ایران خلاف د امریکې غلیمانه کړنلاره روانه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې (د زیات نه زیات دباؤ) د ماتې خوړلي سیاست په دوام سره د امریکې غلیمانه کړنلاره دوام لري
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې (د زیات نه زیات دباؤ) د ماتې خوړلي سیاست په دوام سره د امریکې غلیمانه کړنلاره دوام لري
د ایسنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د فارس خلیج دپاسه د ایران په مسافري الوتکې باندې د امریکې د جنګي کشتۍ د حملې د کلیزې د رارسیدو په مناسبت یو ټویټ کښې ولیکل: د امریکايي کشتۍ قومندان ته د میډل ورکول د ایران د ولس خلاف د امریکې د غلیمانه کړچار یوه بله بیلګه ده، دا غلیمانه کړنلاره نن سبا هم د زیات نه زیات دباؤ د ماته خوړلي سیاست په دوام سره جاري ده.
د ویلو ده چې سبا د ایران په هغې مسافري الوتکو باندې چې له بندر عباسه دبئ ته روانه وه، د وینسس نومې امریکايي کشتۍ د توغندوي حملې کلیزه ده.
د ۱۹۸۸ کال د جولایۍ په دریمه نیټه د ایران په مسافري الوتکې باندې د امریکې د دغې میزایل حملې له امله په الوتکه کښې سپاره ټول ۲۹۰ مسافر چې په کښې ۶۶ ماشومان او ۵۳ ښځې وې، شهیدان شول.