امیرعبداللهیان:
د تهران او دمشق اړیکې سټراټيجکې دي
د ایران خارجه وزیر بیګا په دمشق کښې وویل: شک نشته چې د ایران او سوریې اړیکې سټراټیجکې دي
حسین امیر عبداللهیان چې په دمشق کښې یې له خپل سوري همرتبه فیصل مقداد سره خبرې کولې، وویل: مونږ د ترهګرۍ په وړاندې په پوره توان سره د سوریې ترڅنګ ولاړ یو.
د ایران خارجه وزیر په دې ټکي باندې په تاکید سره چې تهران د سوریې د کړکیچ د سیاسي هواري لپاره هر ډول طرحې وړاندې کولو ته تیار دی، وویل: مونږ په سوریې کښې د هر ډول پوځي اقدام مخالف یو او ایران به د سوریې په شمال کښې د جنګ د مخنیوي لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.
هغه زیاته کړه چې په سیمه کښې د پردیو یو ډول لاسوهنه ناسمه ده او د سیمې د حالاتو د لا پيچلتیا سبب کیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: سوریه د نیواکګرو صهیونیسټانو په وړاندې په وړومبۍ لیکه کښې ولاړه ده او مونږ په سیمه کښې د پایداره امنیت د ضمانت لپاره له مقاومت څخه خپل پریکنده ملاتړ کوو.