له افغانستانه د ایران دحقابه موضوع په جدیّت سره تعقیبوو
ابراهیم ریئسي پخپلو څرګندونو کې ووئيل،د ایران حکومت به د ملت د حقوقو په تعقیبونې کې هيڅکله هم غفلت ونه کړي .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر له افغانستانه د ایران حقابه دموضو په جدي تعقیبونې پاندې په ټينګار سره حکم ورکړ،دسیستان او بلوچستان ولایت دخلکو څښاک او کرهڼيزو چارو د اوبه خور دتامینولو لپاره موجوده نورې لارې چارې دې داړونده وزارتونو په ایجنډا کې شاملې شي.
زمونږخبریال راپور راکړ،داسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د حکومتي کابینې په غونډې کې د خارجه چارو او دغه راز د اوبو او ا نرژۍ دچارو وزیران د هیرمند سین څخه د ایران د حقابه په تعقیبونې مامور کړل.
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت واک ته په رسیدا سره ،دغه موقته حکومت دایران دحقابه په باب د هیرمند تړون ته پر پابندۍ ټينګار کړی،خو تر دې دمه ئې اجرا کړی نه دی .
ابراهیم ریئسي پخپلو څرګندونو کې ووئيل،دایران حکومت به دملت دحقوقو په تعقیبونې کې هيڅکله هم غفلت ونه کړي .