د اسلامی ایران په نظرئې کې ایټمی وسلې هیڅ ځاي نه لري
(last modified Mon, 08 Aug 2022 01:03:29 GMT )
Aug 08, 2022 05:33 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران په نظرئې کې ایټمی وسلې هیڅ ځاي نه لري

د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم  وروستیو تیریو پيلیدا او د لسګونو فلسطینیو ماشومانو اوښځو شهادت ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،د خپل ټاټوبی او امنیت ددفاع په دوام کې به  دفلسطین مقاومت  صهیونیسټي رژيم ته کلک ځواب ورکړي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دملګروملتو  له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سره په ټيلیفوني تماس کې  ټينګار وکړ،ایټمي وسلې د  ایران داسلامی جمهوریت  په نظرئې کې هیڅ ځاي نه لري  او دمونږ له اعتقاداتو اوسیاست سره په توپير کې دي.

د ایران خارجه وزیر او د ملګروملتو سرمنشي د  غزې تړانګې د  وروستیو بدلونونو  او د بندیزونو د ختمونکو  دخبرواترو پشمول دځينو سیمه ایزو اونړیوالو  بدلونونو په باب هم  خبرې او د نظر تبادله وکړه.

 حسین امیر عبداللهیان  په دغو  خبرو کې په نیویارک کې د این پی ټي تړون کلنۍ غونډې  او د ایران  لیږل شوي مرکچي ټيم  فعال شتون ته په اشارې سره ووئيل ،د ایټمي وسلو د کارولو په باب  د اسلامی  انقلاب د معظم لارښود فتوا  پر ټولو روښانه او حجت ده.

هغه زیاته کړې ،این پي ټي تړون د یوه انډول نتیجه ده  او تل  ددغه انډول په مختلفو اړخونو هم ټينګار شوی دی، خو  ځینی هیوادونه ورسره دخپلې خوښې چلند کوي. اسلامی ایران  په لویدیځي آسیا سیمې کې له ایټمي وسلو د پاکې سیمې د رامینځةکولو د آئيډیا   دنوښتګر په توګه ،په دغې لارې کې درغنده ملګرتیا  دد وام لپاره خپل چمتووالی اعلانوي .

د  ایران خارجه وزیر همدرااز د بندیوزنو دختمولو  په اړه دخبرواترو په باب  هم ووئيل،یوې پیاوړي اوتل پاتې  موافقې ته د رسیدا لپاره  جدي یوو،اوس  هم په ویانا کې په خپلې لارې کې خبرې اترې په جدیّت سره تعقیبوو،البته  ددې موضوع نتیجه  دې سره اړونده ده چې امریکا له خپلې خوا په عمل کې  لازم حقیقت پالنه وښئ.

د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم  وروستیو تیریو پيلیدا او د لسګونو فلسطینیو ماشومانو اوښځو شهادت ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،د خپل ټاټوبی او امنیت ددفاع په دوام کې به  دفلسطین مقاومت  صهیونیسټي رژيم ته کلک ځواب ورکړي.

  آنتونیو ګوتریش هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې،په نړۍ کې د ایټمی وسلو د له مینځه وړلو په ضرورت په ټينګار سره  ووئيل، دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې خبرې اترې ډير اهمیّت لري او دخبرواترو له لورو سره په ارتباط کې په دغې مرحلې کې  پر لازیات نرمښت او مصالحې مو ټينګار کړی دی.

 

ټیګونه