امیرعبداللهیان: صهیونیسټان یوازې د زور په ژبه پوهیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټان یوازې د زور په ژبه پوهیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو تیریو په غبرګون کښې په خپل ټولنیز اکاونټ کښې ولیکل: د ایران د دیپلماسۍ اداره له خپلو انډیوالانو او ګاونډیانو سره په صلاح مشورو کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې تل د هغه فعال مقاومت دفاع کوي چې د نیواکګرو د خباثت مخه نیسي.
حسین امیر عبداللهیان زیاده کړه: صهیونیسټان چې یوه ورځ له نهر نه تر بهر پورې د خپلو جنایتونو د پراخولو په لټه کښې وو، نن سبا یې په بشپړه یوازې کیدو سره د ځآن چاپیره دیوال وهلی دی او هره څه موده پس د خپلو کورنیو کړکیچونو د پټولو لپاره د بیګناه ښځو او ماشومانو خلاف ړندې حملې ترسره کوي چې هر ځل یې ماتې خوړلې او په لازیاتې سرټیټۍ سره د ځان چاپیره دیوال وهلو ته دوام ورکوي.
د ایران خارجه وزیر هم داشان په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم له وروستیو تیریو وروسته د قطر، سوریې او لبنان له خارجه وزیرانو او هم داشان د ملګرو ملتو له سرمنشي سره د صهیونیسټي رژيم د دغه تیري په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
هغه هم داشان د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو، د ملګرو ملتو سرمنشي، د اسلامي ملګرتیا سازمان عمومي منشي، د ناپيئلي غورځنګ مشر او د افریقايي اتحادیې عمومي منشي ته د لیکونو په استولو سره په غزه کښې د روانو پیښو په اړه د ایران ژوره اندیښنه ښودلې ده.
د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم له تیرې جمعې ورځې راهیسې د غزې تړانګې خلاف د بریدونو نوې مرحله پيل کړې او تراوسه په کښې د اسلامي جهاد د دوو قومندانانو په شمول لسګونه فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور زخمي شوي دي.