ایران او افغانستان دهیرمندحقابه په باب سره خبرې اترې وکړې
.امیرخان متقي ووئيل،ایران په مختلفو ډګرونو کې ډیره تجروبه لري او مونږ د ایران له تجروبو له استفادې سره ګروهنه لرو.
د ایران داسلامی جمهوریت د انرژۍ او ځواک وزیر افغانستان ته په سفر کې د دغه هیواد له سرپرست خارجه وزیر او د انرژۍ او اوبه خور له وزیر سره کتنه او دهیرمند د حقابه په باب دنظر تبادله وکړه .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان پرون د افغانستان دانرژۍ او اوبه خور د چارو له سرپرست وزیر مولوی عبداللطیف منصور سره کتنه وکړه او انرژۍ او بریښنا په زمینې کې ئې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ او له اوبو سره په اړونده مسئلو بحث او دنظر تبادله وکړه . او وټاکل شوه د افغانستان د انرژۍ او اوبه خور په وزارت کې هم د دواړو هیوادونو د استازو په شتون سره د اوبو او بریشنا دچارو د کارپیژاندو تخصصي ډله جوړه شي.
د ایران د انرژۍ وزیر همداراز د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم ولیدل .امیر خان متقي په دغې کتنې کې دافغانستان او ایران ترمینځ ډیرو مشترکاتو ته په اشارې سره ، په تولو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو د ګډې ملګرتیا د پراخولو غوښته وکړه او په تیر یوه کال کې ئې دایران او افغانستان ښواړیکو ته په اشارې سره په وروستیو میاشتو کې دافغانستان له کړیدلو خلکو سره د ایران دمرستو قدرونه وکړه .متقي دغه راز ووئيل ایران په مختلفو ډګرونو کې ډیره تجروبه لري او مونږ دایران له تجروبو د استفادې سره ګروهنه لرو.
ټاکل شوې ده د ایران د انرژۍ دوزیر په مشرۍ دغه پلاوی د طالبانو دکابینې دمشر له مرستیال ملاعبدالغني برادر سره هم کتنه او خبرې وکړي.