ایران او هند د چابهار بندر له لارې اړیکې لاپراخوي
(last modified Sun, 21 Aug 2022 00:13:10 GMT )
Aug 21, 2022 04:43 Asia/Kabul
  • ایران او هند د چابهار بندر له لارې اړیکې لاپراخوي

هندوستان په دوامدار ډول د دوو سیمو ترمینځ دتجارت  لپاره  جنوب ته دشمال د کریډرو  د رامینځةکولو لپاره  هڅه کوي .

ایني نیوز خبری آژانس راپور ورکړ،د هندوستاند بندرونو اوکشتۍ چلونې د چارو زویرساربنندراسونوول د ایران په چابهار کې د شهید رجائي بندر د لیدو په وخت شپږهندی کرینونه هم دغه بندر ته ډالۍ کړل.

هغه همداراز د ایران له اړونده لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړل  او د دواړو هیوادونو د بندرونو ترمینځ  ئ ېدملګرتیا او دسمندري اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ.

 سونوول همداراز د چابهار بندر په سټراټژيک رول او په دې چې دغه ځاي د  فاصلې،وخت او لګښت په  کمولو کې رول لوبولی شي ټینګار کړی، او وئې دي،هندوستان په دوامدار ډول د دوو سیمو ترمینځ دتجارت  لپاره  جنوب ته دشمال د کریډرو  د رامینځةکولو لپاره  هڅه کوي .

له دې مخکې د هند خارجه وزیر جی ایس جایشینګر وړاندیز کړی ؤ چې سمندر ته د مینځځنۍ آسیا د هیوادونو له خنډ پرته  او په امن سره دلاس رسي په خاطر چابهار بندر د شمال جنوب په نړیوال کریډور کې راوستلی شي.هغه همداراز له چابهار بنده د ګډې استفادې لپاره د هند،ایران،افغانستان،ازبکستان د کاری ډلې د جوړیدا هرکلی کړی ؤ.

هندوستان په ۲۰۱۵کال کې د چابهار بندر د پراختیا او د هغې ریل پټلۍ د جړولو لپه باب چې هند له افغانستان سره یو ځاي کوي، له ایران سره موافقه کړې او په ۲۰۱۶کال کې ایران ته په سفر کې  هندي لومړي وزیر نریندرا مودي له تهران سره د چابهار بندر د پراختیا لپاره  پنځه سوه میلیون ډالر و په ارښت د پانګونې موافقه هم لاس کړې ده .  

Image Caption

 

ټیګونه