Aug 22, 2022 06:12 Asia/Kabul
  • د بندیزونو د لیري کولو او د برجام د موافقې په اړه وروستي معلومات

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د بهرني اړیکو او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند د مذاکراتو د وروستي حالاتو په هکله ویلي چي د مسودې د برابرېدو په اپوټه ځینې مسایل لا هم نه دي حل شوي.

د ایران په ضد د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو او د برجام د ایټمي موافقې د فعاله کولو د مذاکراتو نوی پړاو چي د اګوست په څلورمه پیل شوی وی، پای ته رسېدلی دی.

د مذاکراتو په دغه پړاو کې د اروپایي اتحادیې ږغملوونکی انریکه مورا د موافقې لپاره ځینې وړاندېزونه مطرح کړي دي.

په مذاکراتو کې ګډون کوونکي هیوادونه، د یادو مذاکراتو د پای ته رسولو غوښتونکي دي، لیکن د موافقې وروستي کېدا د ځینو موضوعاتو په هکله د امریکې له پرېکړو سره تړاو لري.

په دې لړ کې د ایران پارلمان د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ملی امنیت د شورا منشي علی شمخانی او د مذاکراتي ټیم مشر علی باقري په ګډون سره یوه غونډه تر سره کړه.

د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرنیو اړیکو د کمیسیون ویاند «ابوالفضل عمویی» د وروستي معلوماتو په هکله فارس ته وویل: مذاکراتي ټیم زمونږ ځواب یې مقابل لوري ته ورسپارلی چي د امریکایانو لاس ته هم رسېدلی دی، امریکایان اوس زمونږ د ځواب په څېړلو لګیا دي، تر دې دمه یې کوم ځواب نه دی ورکړی.

هغه یادونه وکړه چي که ایران ته د منلو وړ ځواب ورکول شي، د موافقې متن به بشپړه شي او پایلې به یې مشخص شي، له هغه وروسته به مسوده د تائید لپاره پارلمان ته وړاندې شي.

 

ټیګونه