د اټومي تړون د احیا لپاره د ایران ځواب معقول دی
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل د اټومي تړون د احیا په هکله د اروپايي اتحادیې وړاندیز ته د ایران ځواب معقول وباله.
هغه پرون په اسپانیا کښې د یوه سیمینار په څنګ کښې وویل امریکا ته د ایران ځواب انتقال شوی او واشنګټن تراوسه ځواب نه دی ورکړی.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل په دې خبرې سره چې د امریکا د ځواب په تمه یوو وویل هیله من یوو چې دغه ځواب مونږ ته اجازه راکړي د خبرو اترو بهیر بشپړه کړو او مونږ د دغه چارې په هکله هیله من یوو خو د هغې په هکله تاسو ته اطمینان نشو درکولای.
د جوزب بورل دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون د ویانا د خبرو اترو په هکله وویل د ویانا د خبرو اترو په وروستي پړاو کښې د اروپايي اتحادیې د غږملونکي لخوا د ایران په شمول د خبرو اترو لورو ته یوشمیر وړاندیزونه ورکړل شول او د ایران لوري د خپل مسوولانه او رغنده کړچار پراساس په ټاکلي وخت کښې د اروپايي لوري وړاندیز ته خپل ځواب ورکړ.
د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د ختمولو په چورلیزتوب سره د خبرواترو نوی پړاو چې د روان میلادي کال د اګست د میاشتې له څلورمې نیټې څخه پیل شوی و د اګست د میاشتې په اتمه نیټه پاې ته ورسید.
د ویانا په مذاکراتو کښې د اروپايي اتحادیې د غږملونکي انریکه مورا لخوا څو وړاندیزونه مطرح شول.
د ایران پرضد د غیرقانوني او د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو په چورلیزتوب سبره د ویانا په خبرو کښې کابو ټول ګډون کونکي هیوادونه د مذاکراتو په چټک ډول نتیجې ته د رسیدا غوښتونکي دي خو نهايي موافقې ته رسیدل د څو پاتې مهمو او کلیدي موضوعګانو په هکله د امریکا سیاسي فیصلو ترسره کولو ته منتظر دي.