Aug 27, 2022 06:22 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپا د برجام د نړیوالې موافقې د منلو پرته بله چاره نه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر اقتصادي سلاکار بندیزونه او اقتصادي فشارونه یې د امریکې او د اروپا وروستې اوزار وباله او ویې ویل: په اوسني حالاتو کې هغوی د برجام د منلو ماسېوا بله لاره نه لري.

په اقتصادي چارو کې د ایران د ولسمشر سلاکار محسن رضایي د جمعې له لمانځه مخکې په شیراز کې رسنیو ته وویل چي د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونه هڅه کوي چي ایران سره سوداګریزي اړیکې ولري، په داسي حال کې چي برجام موافقه لا هم لاسلیک شوې نه ده.

رضایي زیاته کړه: دښمن غواړي په ایران او د سیمې په نورو هیوادونو چي د ولسونو شمېر یې له ۵۰۰ میلیونو اوړي، واکمن شي، په دې خاطر د هیوادونو له خپلواکی او په تېره بیا د ایران له اقتدار او ازادی څخه وېره لري.

د ایران د ولسمشر اقتصادي سلاکار د دې په بیانولو چي تجارت او ټرانزیټ د ایران د حکومت دوې مهمې مسالې دي، وویل: د هیواد د بهرني اسعارو عایدات دوه چنده شوي او د بندیزونو سره سره، د تېلو صادرات هم روان دی، په داسي حال کې چي برجام لا هم لاسلیک شوی نه دی، د غیر تیلي محصولاتو د صادراتو په زمینه کې هم زیات کار شوی او ګڼ شمېر هیوادونه د ایران محصولات پیري.

 

ټیګونه