نړیواله ایټمي موافقه دجوزف بایډن حکومت او دصهیونیسټانو دباؤنه
(last modified Sat, 27 Aug 2022 10:34:35 GMT )
Aug 27, 2022 15:04 Asia/Kabul
  • نړیواله ایټمي موافقه دجوزف بایډن حکومت او دصهیونیسټانو دباؤنه

د صهیونیسټ رژيم  دملی امنیت شورا مشر آیال  خولاتا هم  امریکا ته پخپل تیرې اونۍ سفر کې ،امریکائي چارواکو غوږونو ته رسولې ده، هغه مسوده چې  له موافقې رسندویو ته رسیدلې ده ،له هغو ژمنتیاؤ سره چې متحده ایالاتو ورکړي وې ،توپیر لري .

صهیونیسټي رژيم او په امریکا کې صهیونیسټي لابیانې  چې تل  ئې له ۲۰۱۵کاله راپه دې خوا تردې دمه  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې منفي دریځ درلودلی، اوس نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا داحتمال زیاتیدا ته په پام سره ئې،خپلې هڅې ئې له دغې فیصلې د جوبایډن د حکومت دغړولو ته  متوجه کړي دي.

  په دې لړ کې  په وروستیو اونیو کې  امریکا ته د اسرائيلي چارواکو  سفرونه  ورځ تر بلې په زیاتیدا دي. په دې زمینې کې تر ټولو وروستي مورد کې ، د اسرائيلو دجنګ وزیر بنی ګانټزواګست په ۲۵نیټه،واشنګټن  ته له تلو مخکې په ټویټر کې ولیکل، دهغه دسفر موخه د ایټمی موافقې په سر د ایران او دقدرتونو له خبرواترو سره په رابطه کې  دیوه روښانه پیغام منتقلول دي .

 په حقیقت کې  دغه سفر ، له ایران سره د ایټمي موافقې د بیرته احیاء په لاره کې دخنډ جوړونې لپاره دهڅې لپاره ترسره کیږي.

د صهیونیسټ رژيم  دملی امنیت شورا مشر آیال  خولاتا هم  امریکا ته پخپل تیرې اونۍ سفر کې ،امریکائي چارواکو غوږونو ته رسولې ده، هغه مسوده چې  له موافقې رسندویو ته رسیدلې ده ،له هغو ژمنتیاؤ سره چې متحده ایالاتو ورکړي وې ،توپیر لري . هغه ټينګار کړی دی، تل ابیب نیّت لري څو دنړیوالو قدرتونو او ایران ترمینځ  دایټمي موافقې له لاسلیک کیدا سره تر وروستیو شیبو پورې  مقابله وکړي.

 په حقیقت کې صهیونیسټ رژيم په وروستیو دوو کلونو کې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا په باب  د امریکا د ډيموکراټیک ولسمشر جوزف بایډن   ژمنتیا ته په پام سره له دې موضوع سره  دخپل مخالفت په اعلانولو سره ، په دې زمینې کې د هلوځلو دناکامولو لپاره خپل ټول توان  کارولی دی. دتل ابیب همیشنۍ غوښته،دایران او ۴+۱ډلې  او امریکا ترمینځ  دموافقې  نه ترسره کیدا او  هم دایران په ضد د زیاتره دباؤ دسیاست دوام دی.ددې په ترڅ کې چې  صهیونیسټي رژيم پّکرتو د ایران دایټمي تاسیساتو په ضدد پوځي حملې ګواښونه هم مطرح کړي دي.

 په عین حال کې  داسې بریښي چې د جوبایډن حکومت لږترلږه  په ظاهر کې دې جمع بندۍ ته رسیدلی دی چې  د امریکا ګټې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته په بیرته ستنیدا کې دي او  نو ځکه د صهیونیسټي رژيم  له مخالفت  او دامریکا په داخل کې د صهیونیسټانو لابیانو او پروپيګنډو سره سره،له ایران سره غیر مستقیمو  خبرواترو ته دوام ورکوي.

هغه مهمه موضوع چې حتی صهیونیسټان هم ورباندې اعتراف کوي،د ۲۰۱۸کال په مئ کې د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  د ولسمشرۍ په دوران کې  له نړیوالې ایټمي موافقې  دامریکا  په وتلو کې د اسرائيلي چارواکو منفي رول دی.

د صهیونیسټي رژيم پخوانی لومړي وزیر ایهود اولمرت،دغه رژيم په بل پخواني لومړی وزیر بینامین نتن یاهو باندې په سختو نیوکو سره وائي،هغه له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  وتلو ته د ډونالډټرمپ په هڅولو سره  د ایران دایټمي پرمختګ د چټکتیا سبب شوی دی . نتن یاهو هغه تر ټولو وروستی کس دی چې اوسنی حکومت له ایران سره د لویدیځ  دایټمي موافقې په خاطر ورټي،ځکه  هغه پخپله ددغه بحران  عامل دی.

 په هرحال ،اوس صهیونیسټان خپل ځان په یوې سترې مخمصې کې ښکیل   ویني. له یوه پلوه  دجوبایډن حکومت  په دې وعدې سره چې له ایران سره  په هرډول موافقې کې  د تل ابیب ملاحظات  په نظر کې لري،دصهیونیسټي چارواکو په سرخلاصولو پسې دی. له بل پلوه اسرائيل، د ایران له سوله ایزو ایټمی پرمختګونو سره د اغیز شیندونکي مقابلې لپاره خپل لاسونه لازیات بند ویني .

 

ټیګونه