د ویانا درایټمی خبروموخه د دبندیزونو د تل لپاره لغوه کیدا ده
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر ووئيل،دخبرواترو موخه دا ده چې بندیزونه دتل لپاره لغوه شي څو د ایران ولس له اقتصادي وضعیّته سمه ګټه پورته کړي.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن سهار لرستان ولایت ته په سفر کې په خرم آباد کې د خبریالانو په ټول کې ووظیل ، د ایران په ضد دبندیزونو د ختمونکو خبرواترو موخه داده چې بندیزونه په تل پاتې ډول لغوه شي.
د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ په وروستیو ایټمي خبرو کې د اروپائي اتحادئې د غږملونکي آنریکه مورا له خوا په څو وړاندیزي پيکیج کې تقریبا درست لوري د خبرواترو زرترزره د جمع بندۍ غوښته کوي، البته نهائي موافقې ته رسیدا د باقي پاتې څو مهمو او اساسی موضوعګانو په باب د امریکا د سیاسی فیصلو په تمه ده.
محمد اسلامی په دغو خبرو کې ووئيل، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د خبرواترو اساس د تورونو د ختمولو او له دښمنه د پلمو اخستل دي،چې وار د واره ئې د هیواد په ضد چټي او بې مدرکه ادعاوې او خبرونه مطرح کوي.
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر ووئيل،دخبرواترو موخه دا ده چې بندیزونه دتل لپاره لغوه شي څو د ایران ولس له اقتصادي وضعیّته سمه ګټه پورته کړي.