Aug 31, 2022 13:55 Asia/Kabul
  • له کړکیچ څخه د وتلو لپاره د عراق د سیاسي ډلو په خبرو د ایران ټینګار:-

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د عراق د وروستیو بدلونونو په هکله وویل: تهران تل د ثبات لرونکي ، امنه او قدرتمن عراق غوښتونکی دی.

د ایران د خارجه وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي: د ایران اسلامي جمهوریت عراق ته د ارامښت په بیرته ستنیدا باندې د خوښې  په څرګندولو سره او د وروستیو پیشو د  وژل شویو کسانو لپاره په مغفرت غوښتلو او  د ژوبلو لپاره د سلامتیا په ارزو سره له سترې فتنې څخه په وتلو کښې د عراق د ټولو قانوني ارګانونو ، د ملت او د حکومت د صبر، حکمت او د پوهې قدرونه کوي.

څو ورځې کیږي چې عراق له کورنیو کړکیچونو او مسائیلو سره ښکیل دی؛  د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د پارلمان د انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته د حکومت د جوړیدا په هکله اختلاف پیل شو او د عراق د صدر ډلې مشر مقتدا صدر د خپل ګوند له درې اویا استازیو څخه وغوښتل چې له پارلمان څخه استعفاګانې ورکړي؛ او د عراق د شیعه ګوندونو د غږملتیا کمیټۍ هم د مقتدا صدر ډلې د استازیو له استعفاګانو وروسته د  عراق له ځینو ګوندونو سره په غونډې کښې په عراق کښې د حکومت د جوړولو بهیر ته په چټکتیا ورکولو ټینګار وکړ چې البته د تیرو څو ورځو بدلونونو د حکومت د جوړولو په لاره کښې نور خنډونه رامینځته کړي دي.

مقتدا صدر د اګست د میاشتې په نهویشتمه نیټه له سیاست څخه د څنګ ته کیدا په اعلانولو سره په عراق کښې د تاوتریخوالو نوی پړاو رامینځته کړ چې حتی په هیواد کښې د خونړیو نښتو سبب شو؛ د مقتدا صدر ډلې ملاتړو د سیاست له دنیا څخه د مقتدا صدر د څنګ ته کیدا له اعلان وروسته په بغداد کښې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ ، د لومړي وزیر په دفتر او د لوړې قضايي شورا په دفتر باندې یرغلونه وکړل چې له کبله یې په لسګونو کسان مړه او په سلګونو کسان ژوبل شول.

د عراق بدلونونه له بیلابیلو اړخونو څخه د ایران لپاره مهم دي؛ د لویدیځې اسیا سیمې په عربو هیوادونو کښې عراق له ایران سره تر ټولو زیات مذهبي او کلتوري نږدې والی لري.

په خپلو ګاونډیانو کښې د تر ټولو ستر سرحد لرل( د کابو دولس سوه اته پنځوس کلومیټره ځمکني سرحداو د درې سوه یوپنځوس کلومیټره د سمندري سرحد لرل) توکمیز، تاریخي او ژبني پیوندونه، دیني ګډولې او ګډې امنیتي او اقتصادي ګټې او ګواښونه د عراق او د ایران په اړیکو کښې مهم ټکي ګڼل کیږي.

د ایران او د عراق اړیکې هم په تیرو کلونو کښې د ښه ګاونډیتوب او د همسایه توب د سیاست په چوکاټ دي او تل مخ په پراختیا دي او دواړه هیوادونه د هراخیزه اړیکو په پیاوړتیا ټینګار لري.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دوه زره شلم میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو اړیکې د ډیرو تاریخي، مذهبي کلتوري ګډولو او عادتونو او دودونو ملاتړي او د کلمې په حقیقي معنا ورورګلویزې وبللې او ټينګار یې وکړ: هغه څه چې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره اهمیت لري په عراق کښې د حالاتو ښه کیدل او د عراق سیمه ییز اقتدار، عزت ، امنیت، مصالح او ګټې دي.

ښکاره خبره ده د ایران اسلامي جمهوریت چې تل یې د سیمې د کړکیچونو په حل کولو او په تیره بیا په عراق کښې له داعش او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مهم رول لرلی دی د یوه پیاوړي عراق وجود د سیمې د سولې او د امنیت ضامن ګڼي.

د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره له اوسني کړکیچ د عراق د وتلو یوازنۍ لاره د خبرو اترو کړچار ته مخه کول، اساسي قانون ته ژمنتیا او سیاسي بهیرونه دي؛ ځکه چې د عراق سیاسي ډلې او  بهیرونه په سیاسي بهیر کښې په رغنده ګډون کولو او د مسوولیت په منلو سره کولای شي د نوي حکومت د جوړولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي او اوسني اختلافات پاې ته ورسوي.

د ایران د خارجه وزارت په بیانیې کښې هم ډاګینه شوي ده؛ د ایران اسلامي جمهوریت د عراق له ټولو سیاسي ګوندونو، شخصیتونو او له خپلواکه او قوي عراق سره دلچسپۍ لرونکو څخه غواړي له سیاسي او ټولنیزو مسوولیت منلو سره یوځاې  په خبرو او یوه سوله ییز بهیر کښې د یو بل غوښتنو او حقوقو ته په احترام کولو سره خپلې ټولې غوښتنې او اقدامات د قانون په رڼا او د دغه هیواد له قانوني لارې تعقیب کړي او د عراق د بدغواړو د هر ډول استفادې لاره بنده کړي.

 

ټیګونه